یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين – مالیزيا اړيکې د دوو هېوادونو له حدودو پراخې دي

جون 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين لومړی وزير لي چيانګ د جون له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې پورې ماليزيا ته په رسمي سفر تللی. چين او ماليزيا دوه ګاونډي هېوادونه دي چې زر کلنه پخوانۍ دوستي لري. تېر يا ۲۰۲۳ کال د دواړو هېوادونو د تلپاتې اړيکو د يو لړ يادګاري پېښو شاهد و.

د کمربند او لارې وړانديز د پيل تر لسمې کليزې وراخوا، چې ماليزيا یې د لومړنيو ونډه والو هېوادونو له ډلې يو دی، د «دوو هېوادونو، دوه ګونو پارکونو» تاريخي ودانۍ، هغه فزيکي نښې دي چې د کمربند او لارې وړاندیز په اړه زموږ خاطرات تازه ساتي. په ورته مهال، د چين او ماليزيا د هر اړخيز ستراتيژيک مشارکت د رنګين تار له اوبدلو پرته به د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو همکاريو بډايه پرده بشپړه نه شي، ځکه دا د چين او ماليزيا د ډيپلوماسۍ د تاريخ مهم پړاو دی.

ياد کال چين ته د ماليزيا د لومړي وزير داتوک سېري انور ابراهيم د لوړې کچې د سفر، چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ مياشت کې وشو، له کبله هم مهم و. نوموړی په ياد سفر کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره د چين – ماليزيا د ګډ برخليک ټولنې د رامنځته کېدو په تړاو اجماع ته ورسيد. په دې توګه د راتلونکو دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا طرحه جوړه شوه او په ماليزيا کې د نوې رهبرۍ تر قيادت لاندې دواړو هېوادونو په راتلونکي کال کې د دوه اړخيزو اړيکو د کليزې د طلايي جشن نمانځنه پيل کړه. دا چاره د نوي نړيوال تحرک په مينځ کې د دواړو ملتونو د ګډو هېلو او يوه له بلې سره تړلو منافعو د پوخوالي نښه ده. په ورته مهال دا د نورو هېوادونو په تړاو د ماليزيا د بد نيت نښه نه ده، ځکه چې دغه هېواد په دودیز ډول د پخوانۍ سړې جګړې له زمانې څخه له جيوپوليټيکي کشمکشونو لوړ پاتې شوی دی.

نيمه پېړۍ وړاندې، د ناپېيلې ډيپلوماسۍ پايله وه چې ماليزيا یې د سړې جګړې په ترڅ کې له چين سره د ښکېلتيا لپاره زړورې پرېکړې ته سوق کړه. د ماليزيا د هغه وخت لومړی وزير مرحوم تون عبدالرزاق چې کله د زيتون له يوه ښاخ سره بيجينګ ته ورسيد نو د سويل ختيځې اسيا د اتحادیې غړو هېوادونو ته یې مسير روښانه کړ چې په پایله کې یې د متنوع سياسي ادارو لرونکو دواړو هېوادونو اړيکې پراخې شوې.

هغه د لويديځ تر شا د دريدو په تړاو د ايډيولوژيکي توافق پر خلاف د دريځ نيولو لپاره کافي ليد درلود. په ورته مهال، د هغه پرېکړه د سويل ختيځې اسيا د اتحادیې د سولې، ازادې او ناپېیلتوب له اعلاميې سره په مطابقت کې وه. دغه اعلاميه په ۱۹۷۱ کال کې خپره شوې وه چې په سويل ختيځې اسيا کې د سولې، ازادۍ او ناپېيلتوب پر ټينګښت، د بهرنيو قوتونو د لاسوهنو پر مخنيوي او د اړيکو پر پراختيا یې ټينګار کاوه.

کله چې چيان چيچن د چين د بهرنيو چارو وزير و نو د ماليزيا په بلنه یې د ۱۹۹۱ کال په جولای کې په کولالمپور کې د سويل ختيځې اسيا اتحادیې د غړو هېوادونو د وزيرانو په ۲۴ مه غونډه کې ګډون وکړ. دا چې ماليزيا د اړيکو د پراخولو ځانګړې وړتيا لري نو د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو له اتحایې سره یې د چين د تړاو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوباوه او په دې توګه یې د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو له اتحادیې سره د مذاکراتي شريک په توګه د چين مشارکت پياوړی کړ.

۳۰ کاله وروسته، دغه اړيکې لا ډير تکامل ته ورسېدې او په ۲۰۲۱ کال کې پر جامع ستراتيژيک مشارکت بدلې شوې. د چين د ډيپلوماسۍ د تمرکز په ستراتيژيک بدلون سره، لس کاله مخکې د ګاونډيتوب د ډيپلوماسۍ په چوکاټ کې د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو له اتحادیې سره د چين د مشارکت ماډل له دوستۍ سره مل شو. رښتينولي، متقابلې او پراخې ګټې په سويل ختيځه اسيا کې د څو اړخيزو اړيکو د تازه بديلونو په توګه د همکاريو مېز ته راوړل شوي دي. دغه ګټې پر داسې باد بدلې شوې دي چې د کمربند او لارې وړانديز یې پورته کړی او په هغې سيمې کې یې د برياليتوب پوړيو ته رسولی چې ماليزيا هېواد یې د اصلي ذينفعو له ډلې يو دی.

د کمربند او لارې وړاندیز د پايدارې بېخ بنا او ډيجيټلي اقتصاد محور ته د تدريجي بدلون په لړ کې د پيليتابه دويمې لسيزې ته ننوځي او د ماليزيا اړتياوو ته چې د غوړيدونکو صنعتي همکاريو د پياوړتيا په برخه کې یې لري، غوره رسيده ګي کوي. د اندونیزيا دا اړتياوې د ۴.۰ صنعت په پاليسۍ، د ۲۰۳۰ کال په نوي صنعتي ماسټرپلان او د ډيجيټلي اقتصاد په طرحه کې په ګوته شوې دي. مصنوعي ځيرکتيا، د لويو معلوماتو تحليل، روباټيک او ځينې نور هغه نوي را ټوکيدونکي موارد دي چې د نويو فرصتونو د رامنځته کولو بالقوه ظرفيت لري.

په داسې حال کې چې چين له ۲۰۰۹ کال راهيسې د پرله پسې پنځلسو کلونو لپاره د ماليزيا تر ټولو ستر شريک پاتې شوی، چين ته د ماليزيا صادرات هم د بدلون په حال کې دي. چين ته د ماليزيا له لوري د صادرو شويو برېښنايي توکو او تجهيزاتو حجم په ۲۰۱۱ کال کې له ۳۳.۳ سلنې څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۴۲.۶ سلنې ته لوړ شوی دی.

تر ۲۰۲۳ کال پورې د دواړو لورو سوداګري د پراختيا په حال کې وه، داسې چې د ماليزيا د ټولې سوداګرۍ ۱۷.۱ سلنه د چين ونډه وه. د ۲۰۲۴ کال په لومړيو دريو میاشتو کې د سوداګرۍ دا کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۳ سلنه لوړه شوې او ۱۱۲ ميلياردو رګيټو ته رسېدلې وه.   که وضعيت همداسې دوام کوي نو د بازار وړاندوينې مثبتې ښکاري او اټکل کيږي چې د چين – سويل ختيځې اسيا هېوادونو د اتحادیې د ازادې سوداګرۍ ۳.۰ سيمه به ژر وتړل شي.

اوس ټولې سترګې ماليزيا ته دي چې دا تړون بشپړ کړي، ځکه دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو اتحادیې دوره يي مشري ترلاسه کوي.

پر دې سربېره، ماليزيا د ټولنو د رامنځته کولو ښه وړتيا لري. د ۲۰۲۵ کال لپاره د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاديې ليدلوری ښايي دغه هېواد ته ښه فرصت برابر کړي چې پر اتحادیې د رياست پر مهال چين تقويه او د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو اتحادیې په اقتصادي چوکاټ کې د واحد بازار د رامنځته کولو د موخې په تحقق کې مرسته وکړي.

دا چاره د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو اتحادیې جمع ۳، د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو اتحادیې جمع ۶ او د سويل ختيځې اسيا د ملګرتيا او همکاريو په معاهده کې د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو اتحادیې په څېر په څو اړخيزو مشارکتونو کې د غير غړو هېوادونو ګډون ته ورته ده.

په اوسنيو شرایطو کې د چين او ماليزيا د ډيپلوماټيکو اړيکو د کليزې د طلايي جشن نمانځنه داسې مورد دی چې بايد له پراخ ليدلوري وڅېړل شي. له يوې خوا مو هڅوي چې د دواړو هېوادونو د هيلو د پوره کولو لپاره د همکاريو نوي حدود او اړخونه ومومو، له بلې خوا تېر الهام بښونکی حکمت را يادوي چې له چين سره د ماليزيا د فعالو اړيکو بنسټ و. لومړی د سړې جګړې په ترڅ کې د دوه اړخيزو اړيکو د پيل په برخه کې او دويم تر سړې جګړې وروسته د نړيوال کېدو په ترڅ کې د هغې ټولنې د رامنځته کولو په برخه کې چې د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو اتحادیې جمع ۳ او د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو اتحادیې جمع ۶ په څېر بنسټونو د رامنځته کېدو سبب شول.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In