پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين پر وړاندې د امريکا د عامه افکارو جګړې راز

جنوري 4, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

اروپايي کارپوه جان اوبيرګ(Jan Oberg) له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل، چې امریکا يوه تقنیني مسوده وړاندې کړې وه او غوښتي یې وو چې په مسلسلو پنځو کلونو کې په ځانګړې بودجې د چين په اړه د منفي راپورونو د خپرولو په موخه ژورناليستان وروزي.

د پلټنې نتيجه ښيي، چې د امريکا ياده مسوده د دغه هېواد د ۲۰۲۱م کال د ستراتېژيکو جګړو مسودې له محتوياتو سره، کومه چې د ۲۰۲۱م کال په اپريل کې د دغه هېواد د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمېټې لخوا تصويب شوې، ډېر ورته والی لري.

دغې مسودې وړانديز کړی چې  امريکا  له ۲۰۲۲م مالي کال څخه تر ۲۰۲۶م مالي کال پورې هر کال ۳۰۰ ميليونه امريکايي ډالره چمتو کړي او د چين له نړيوالې اغېزې د مخنيوي لپاره یې وکاروي، هر کال د امريکا د نړيوالې ميډيا ايجنسۍ په ګډون اړوندو ارګانونو ته يو ميليون امريکايي ډالره ورکړي، چې د چين لخوا د خپاره شوو معلوماتو نظارت وکړي او رد يې کړي، اړوندې حکومتي ادارې خبريالان وروزي او هغوی ته د کمربند او لارې د اړوندو پروژو د تحقیق تخنيکونه ورزده کړي. دغې مسودې همدارنګه تر شلو زيات ځلې د شينجيانګ کليمه ذکر کړې او له امريکايي حکومت يې غوښتي چې د چين د شينجيانګ په چارو کې مداخله وکړي.

د يادې مسودې په رسوا کېدو سره د چين پر وړاندې د امريکا د عامه افکارو جګړه هم افشا شوې ده.

واشينګټن د چين پر وړاندې د عامه افکارو جګړه څنګه کوي؟

امريکايي خبري رسنۍ د نړيوالو افکارو په کنټرول کې ډېر لوی لاس لري. وي او اې، ار اېف ای او يو شمېر نورو امریکايي رسنيو له پيدايښت څخه را په دې خوا اوچت سياسي رنګ ښودلی دی. د وي او اې د بېلګې په توګه، دغې خبري رسنۍ په ۲۰۲۳م کال کې د کمربند او لارې په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره کړي، چې ٪ ۹۳يې منفي ښيي او”د پورونو لومه “ اصطلاح په  ځلونو پکې کارول شوې ده.

د سويډن د کمربند او لارې انسټيټيوټ مرستيال حصین اسکاري د ” پورونو لومه “اصطلاح سرچينې پلټنه کړې او پيدا یې کړې ، چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۸ م کال په مې کې خبري رسنيو ته «د پورونو ډيپلوماسي(Debtbook Diplomacy)» سند ورکړی، دغه سند د هاروارډ پوهنتون د کينيډي پوهنځي لخوا خپور شوی او د امریکا د ملي امنيت وزارت چارواکي يې له طراحانو  څخه دي.

له ۲۰۱۸م کال څخه په لوېدیځو خبري رسنيو کې هغه راپورونه چې ادعا يې کړې د کمربند او لارې پروژو د پورونو لومه جوړه کړې، ورځ تر بلې زياته تر سترګو کېږي.

د چين پر وړاندې د عامه ذهنیت جګړې ته د امريکا یو شمېر علمي ارګانونه هم وردانګلي او په دې سره يې د چین په اړه د جعلي معلوماتو او ګنګوسو د توليد او خپراوي يو بشپړ ځنځير يا لړۍ جوړه کړې ده.

د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې کله چې د بېجینګ په کوربتوب د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ فورم تازه پای ته ورسېد، د امريکا د ويليام او ماري پوهنځي اېډ ډېټا ارګان (AidData) يو راپور خپور کړی او ويلي يې دي چې د کمربند او لارې ٪ ۸۰ پورونه هغو هېوادونو ته ورکړل شوي چې له مالي ستونزو سره مخ دي.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته امریکايي خبري رسنيو په خپرو خپرونو کې له امريکايي حکومت غوښتي، چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي او زيات ملګري جذب کړي. د دې ترڅنګ امریکايي حکومت د اقتصادي سمسورتيا لپاره د امريکا د ملګرتيا لومړۍ سرمشريزې کوربتوب وکړ، د دغه هېواد ولسمشر دغې سرمشريزې ته په وينا کې د پورونو لومه ذکر کړې او له امريکايي هېوادونو څخه يې غوښتي چې يوازې له امريکا سره ګډې همکارۍ وکړي.

امريکا همداراز په نورو هېوادونو کې ځايي خبري رسنۍ روزي او د جعلي راپورونو د جوړولو لپاره يې ان لوبغاړي ګوماري.

په ۲۰۱۹ م کال کې يوه وېډيويي خپرونه د عامه افکارو د توجه وړ ګرځېدلې،  په دغه راپور کې د زېموژ داوټي په نوم يوې ښځې ادعا کړې، چې هغه د چين د شينجيانګ اوسېدونکې ده او د اويغوريانو په يو کمپ کې اړ شوه چې د ولادت ختمولو عمليات يې کړی دی، دغه راز پلار يې د پوښتنو ګروېږنو وروسته مړ شو.

د دغې خپرونې له خپرېدو وروسته د دې ښځې ورور د نوموړې خبرې ردې کړې او ګونګوسې يې افشا کړې دي. د ورور په وينا یې، پلار يې د زړه ناروغۍ له امله په روغتون کې مړ شو او هېڅکله د پوښتنو ګروېږنو سره نه و مخامخ شوی او هم نه و بند شوی. خور يې د مجبوريت له مخې د ولادت ختمولو عمليات نه دی کړی، بلکې د خپل درېيم ماشوم له زېږون وروسته يې په خپله خوښه د ولادت ختمولو عمليات کړی دی.

د امريکا خپلواکې د ګرې زون ويبپاڼې (The Grayzone) افشا کړې چې ياده ښځه په شينجيانګ کې د چيني حکومت خلاف سازمانونو لخوا ګومارل شوې او خپرونه يې د دغو سازمانونو لخوا له جوړ  شويو جعلي خپرونو څخه ده، د يادونې وړ ده چې له دغو چين خلاف سازمانونو سره مالي مرستې د امريکا د ډيموکراسۍ ملي صندوق کړې دي.

امريکا هڅه کوي چې د سړې جګړې په موده کې د عامه افکارو جګړه بيا راوپاروي، خو دغه کړنه يې له اوسنۍ زمانې سره مطابقت نه لري او نړيوال نه شي غولولای. ډېرو هغو کسانو چې شينجيانګ ته تللي وو او واقعي حالات يې له نږدې کتلي، د دې سیمې په اړه جعلي راپورونه يې رد کړي دي. د تېر کال په دوبي کې په چين کې ۴۰ بهرنيو ډيپلوماتانو له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه او ويې ويل، چې هغوی رښتينی شينجيانګ کتلی او دغه سيمه د لوېديځو خبري رسنيو له راپورونو سره بيخي فرق لري.

د فرانسې ليکوال ماکسيم ويواس هم له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او په خپل کتاب کې يې ليکلي، چې په شينجيانګ کې د اويغوريانو کمپونه نشته او هغه راپورونه چې وايي ځايي حکومت د اویغور قوم د ختمولو هڅه کوي، بيخي بې اساسه دي.

د جرمني ليکوال ليودس په خپل کتاب کې ليکلي، امريکايي حکومت د واقعيتونو په تحریف کې ډېر لوی لاس لري، نوموړي هيله ښودلې چې خلک خپلواکه فکري وړتيا ولري او د امريکا تر کنټرول لاندې خبري رسنيو لخوا ونه غولول شي.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران؛ هرمز تنګي ته څېرمه پر ۱۰ بېړیو د برید خبر ورکړی

سپتمبر 10, 2026

م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

سپتمبر 10, 2026

د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سپتمبر 10, 2026

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In