شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین او وینزویلا دوستانه اړيکې پیاوړې شوې

سپتمبر 15, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

په دې وروستیو کې نیکولاس مادورو چین ته خپل درېیم رسمي سفر وکړ او دا د وینزویلا د ولسمشر په توګه چین ته د ده پنځم سفر دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه له مادورو سره د خبرو په ترڅ کې وويل چې د چين او وينزويلا ترمنځ د هرې هوا هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو هيلو سره او د تاريخي پرمختګ له عمومي تمايل سره سمون خوري. د چین او وینزویلا ترمنځ تګ راتګ د ۱۹مې پيړۍ په ۴مه لسیزه کې پيل شوی. د ۱۹۷۴م کال د جون په ٢٨مه نېټه د چين او وينزويلا ترمنځ سیاسي اړيکې ټينګې شوې. له نیمې پیړۍ راهیسې، دواړو هېوادونو د نړیوالو حالاتو د بدلونونو په وړاندې دوستانه اړیکې پياوړې کړې.

اوس مهال چين په هراړخيزه توګه د چيني شکله عصري کېدو بهیر چټک کوي. وینزویلا د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو او کرونا وبا له منفي اغېزو څخه د خلاصون لپاره سخت کار کوي او اقتصادي رغونه ترسره کوي. دواړه هېوادونه څنګه کولای شي د پرمختګ د نویو دندو په وړاندې د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي او د چين او لاتيني امريکا همکارۍ ته لا زيات خوځنده ځواک برابر کړي؟

د څېړونکو په اند، د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ لپاره د چين او وینزویلا د اړيکو پياوړتيا د سياسي متقابل باور د لوړې کچې څرګندونه کوي. چين تل د ملي حاکميت، ملي وقار او ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره د وينزويلا له هڅو څخه په ټينګه ملاتړ کړی او له بهرنيو لاسوهنو سره يې ټينګه مقابله کړی دی. کله چې وینزویلا له ستونزو سره مخ شوه، چین واقعي مرسته وکړه. د مثال په توګه، د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال، وینزویلا د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو لخوا د بندیزونو له امله د نړیوال بازار څخه د اړتیا وړ واکسینونو ترلاسه کولو توان نه درلود. هغه مهال د چين واکسين، طبي توکي او طبي ټيمونه د وبا پر ضد مبارزه کې د وينزويلا لپاره مهم رول لوبولی دی. ولسمشر مادورو وويل، د وينزويلا خلک د چين د حکومت او خلکو له ارزښتناکو مرستو او ملاتړ څخه ډېره مننه کوي.

مادورو د خپل سفر په ترڅ کې په ۷ ورځو کې له ۴ ځایونو څخه لیدنه وکړه او د چیني شکله د عصري کېدو لاسته راوړنو او تجربو باندې تمرکز وکړ. د تېر کال په جون کې، وینزویلا د ځانګړو اقتصادي سیمو او سازمانونو قانون تصویب کړ او د ځانګړو اقتصادي سیمو په جوړولو یې پیل وکړ. چین ته د مادورو د سفر لومړی تمځای د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون “کړکۍ” شن جن ښار دی. هغه اعلان وکړ چې په راتلونکو څو اوونیو کې به څو پلاوي چین ته واستوي چې د ځانګړو اقتصادي سیمو د جوړولو په اړه د چین له پرمختللو تجربو څخه زده کړي. سربېره پر دې، په نومبر کې په شانګهای کې د چین وارداتي نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره به د وینزویلا د ملي متشبثینو او تولید کوونکو پلاوی واستول شي څو نوې پانګونې راجلب کړي او د اقتصاد تنوع تر لاسه شي. هغه وويل، هغه څه چې ما له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې ليدلي او اورېدلي دي، په بشپړه توګه د چين پرمختګ او خوځنده ځواک څرګندوي.

له شمېرنې سره سم، د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او وينزويلا ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱،۹۱۸میليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زيات شوی دی. د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د کتنې په ترڅ کې چين د وينزويلا د باکيفيته توليداتو د وارداتو د پراخولو لپاره خپله لېوالتيا څرګنده کړه. د تازه تړون له مخې، د وینزویلا قهوه او اوېکاډو به هم چین ته صادر شي.

چين او وينزويلا د پرمختيايي هېوادونو په توګه، کولای شي د ملګرو ملتونو او د «جي ۷۷ او چين» په ګډون په څو اړخيزو ميکانيزمونو کې همکارۍ پياوړې کړي او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي. مادورو د روان کال په اګست کې وویل چې وینزویلا په رسمي توګه د بریکس همکارۍ میکانیزم کې د شمولیت غوښتنه کړې. د چین او وینزویلا لخوا په ګډه اعلامیه کې راغلي چې چین له بریکس سره د یوځای کېدو لپاره د وینزویلا د مثبت نیت هرکلی کوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د وینزویلا د هڅو ملاتړ کوي. دا د نړۍ په جنوب کې د هېوادونو د پرمختګ او د څو اړخيزم د پياوړتيا لپاره د چين هيله او کوښښ څرګندوي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In