یکشنبه, نوومبر 1, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

    کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

    مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

    کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

    مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین عصري صنعتونه

جنوري 27, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

چین څو ورځې مخکې د ۲۰۲۵م کال لپاره د صنعتي اقتصاد راپور خپور کړی او پکې یې ویلي، چې “د صنايعو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتور د دغه هېواد په اقتصادي وده کې له ۴۰٪ څخه ډېره ونډه اخیستې ده”.

کله چې د صنعت د اقتصادي ودې پر ونډې بحث کېږي، نو معمولاً د صنعت اضافي ارزښت او د تولید تناسب په څېر معلوماتو ته مخه کېږي.

د چين د صنعتي اقتصاد په راپور کې د  صنایعو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتور ونډې ذکر شوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد عصري صنعتي سیسټم د نوي او بهتر کېدو په لور د تګ په هڅه کې دی.

چین له ۱۴۰ ټریلیون یوانو څخه ډېر اقتصادي حجم لري او د صنايعو او معلوماتي ټېکنالوژۍ سکتور يې پکې د ۴۰٪ ډېرو ونډو په اخيستلو خورا مهم ارزښت لري.

د چين د صنعتي سکتور سرچینو رسنيو ته ويلي، چې د صنايعو او معلوماتي ټېکنالوژۍ سکتور په احصائيه کې يې په عمده توګه د صنايعو، معلوماتي لېږد، سافټویر او د معلوماتي ټیکنالوژۍ د خدماتو چارې شمېرل شوې دي.

په ۲۰۲۵م کال کې، د چین اقتصادي بنسټ نور هم پیاوړی شوی دی. د دغه هېواد د صنعت  اضافي ارزښت ۴۱.۷ ټریلیون یوانه ښودل شوی، چې په اقتصادي وده کې یې ۳۵٪ ونډه لري او دا د تېر کال په پرتله ۱.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چين د سکتور توليدي پيمانه، چې د يو هېواد د صنعتي اقتصاد اصلي برخه بلل کېږي، پر له پسې پراخه شوې او د کټګوریو د بشپړ سیسټم ګټه یې نوره هم څرګنده شوې ده. د تولیدي سکتور اضافي ارزښت يې د مسلسلو ۱۶ کلونو لپاره مخکښ نړيوال ځای خپل کړی او دغه راز د معلوماتو لېږد، سافټویر او معلوماتي ټیکنالوژۍ د خدماتو د سکتور اضافي ارزښت يې ۷.۰۶ ټریلیون یوانو ته رسېدلی دی، چې دا د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي او په اقتصادي وده کې یې ملاتړی او چلوونکی رول نور هم پياوړی شوی دی.

دغه ارقام د چین د صنعتي تصدیو د هغو هڅو ښکارندويي کوي، چې د نړیوال اقتصادي او سوداګریز وضعیت د بدلونونو په حال کې يې د بازار د ترتیباتو د متنوع او د خپلو محصولاتو د جوړښت د اصلاح لپاره کړې دي. دغه ارقام همدارنګه د چین د بېلا بېلو خواوو د ګډو هڅو په نتيجه کې هم رامنځته شوي، چې د مهمو ټیکنالوژیو او تجهیزاتو په څېړنه کې شوې دي.

د دې لوی اقتصادي حجم په رامنځته کولو کې د نوي کيفيت توليدي ځواک ډېر مهم رول لوبوي.

په تېر يو کال کې په چين کې يو لړ نويو صنعتي سکتورونو د سيالۍ قوي ځواک ښودلی دی: تېر کال په دغه هېواد کې د نوې انرژۍ د موټرو پلور ۱۶.۴۹ ميلیونه عرادې ښودل شوی، د  صنعتي روبوټونو تولید يې د وړم کال په پرتله ۲۸٪ زياتوالی ښودلی، د ملکي ډرونونو تولید او ډولونه یې په پرله پسې توګه زيات شوي، فوتوولټیک صنعت يې د ثابت رشد په حال کې دی او د کښتیو جوړولو صنعت يې په کمي او کیفي لحاظ وده موندلې ده.

د امریکا په لاس ویګاس کې د ۲۰۲۶م کال د مصرفي او الکترونیکي محصولاتو په نړيوال نندارتون کې، چې څه موده مخکې ترسره شو، د انسان شکله روبوټونو په نندارځي کې یې، چې د “راتلونکي نسل ټرمینل” په توګه ستایل شوی، ۳۸ تصديو برخه اخیستې وه، چې په دې کې ۲۱ یې چيني تصدۍ وې.

بهرنیو رسنیو په راپورونو کې ليکلي: چیني شرکتونه پر ځان  باور لري او د خپلې ټیکنالوژیکي ودې ثمره نندارې ته وړاندې کوي او د روبوټ، د موټرو اوټوماټيک چلولو او پر مصنوعي ځیرکو ټکنالوژيو سمبال د کور سامان الاتو په برخو کې رجحان رهبري کوي.

مدغم پرمختګ د عصري صنعتي سیسټم د جوړولو یوه مهمه لاره ده. چين د صنایعو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتورونو ترمنځ د مدغم پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او پرمختګونه يې موندلي دي. د بېلګې په توګه، په دغه هېواد کې ۵ جي او ګیګابایټ اپټیکل شبکې د ملي اقتصاد له ۹۷ لویو کټګوریو څخه په ۹۱ کټګوریو کې استفاده شوي، صنعتي انټرنېټ يې ۴۱ لويې صنعتي کټګورۍ تر پوښښ لاندې راوستلي، چې د صنعتي تولید لپاره يې د معلوماتو د شریکولو لاره هواره کړې ده. په چين کې له ۵۰۰ څخه ډېرې غوره سمارټ يا ځیرکې فابریکې جوړې شوې دي او ۱۵ فابریکې يې د تخنيکونو، تجهیزاتو او سافټویر د مدغم نوښت په برخه کې لارښوونکی رول لوبوي.

مصنوعي ځيرکتيا د چين په مهمو صنعتونو، لکه فولادو، برېښنا او مخابراتو کې کارول شوې، چې له امله يې د دغه هېواد د تولید پروسې اصلاح او کیفیت او موثریت لوړ شوی دی.

چين د خپل اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په ۱۵م پنځه کلن پلان کې موخه ټاکلې، چې عصري صنعتي سیسټم به جوړوي او عمومي پرمختګ به مومي.

چين د جنورۍ په شپږمه «د صنعتي انټرنېټ او مصنوعي ځيرکتيا د ادغام لپاره عملياتي پلان» او د جنورۍ په اوومه يې «”د مصنوعي ځيرکتيا + تولید “د ځانګړو عملیاتو د پلي کولو نظرونه» خپاره کړي دي.

د چين بېلا بېلو خواوو د روان کال په درشل کې ګډې او دوامدارې هڅې کړي، څو د مصنوعي ځيرکتيا په ګډون ډیجیټل ټیکنالوژي يې د حقیقي اقتصاد له ځنځير سره مدغمه شي.

د چين ۱۵م پنځه کلن پلان په روان ۲۰۲۶م کال کې پيل شوی، چې صنعتي پرمختګ يې د ډيجيټل ټیکنالوژۍ پرمټ تقویه کېږي. چين هڅه کوي، چې د حقیقي اقتصاد بنسټ ټينګ کړي او له ډيجيټل او مصنوعي ځیرکتيا ټکنالوژيو ښه اسفاده وکړي او د صنايعو لوړتيا چټکه او راتلونکې پرمختيا ښه تضمين کړي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

نوومبر 1, 2026

کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

نوومبر 1, 2026

د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

نوومبر 1, 2026

مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

نوومبر 1, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In