د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین مولوي اسحاق صاحبزاده وایي، د افغانستان د کانونو په لومړي تخصصي نندارتون کې د ۱۸۴ میلیونه او ۴۶۲ زره افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې پلورل شوې دي. د نوموړي په وینا، په دې ډبرو کې د کونړ ۱۱۷ اعشاریه ۴ کیلوګرامه بېروج د ۱۳۷ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو، د پنجشېر ۶ زره او ۸۷۲ قیراطه زمرد د ۴۳ میلیونه او ۱۴۰ زره افغانیو، ۲ زره او ۶۵۱ ګرامه یاقوت د یو میلیون او ۲۷۰ زره افغانیو او د نورستان ۶۷۹ کیلوګرامه کنزایت، کوارتز او مارګینټ د ۲ میلیونه او ۹۵۰ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي. صاحبزاده زیاته کړې، چې په دغه نندارتون کې ۱۵۰ غرفې جوړې شوې وې، شاوخوا ۱۲۰ زره کسانو یې لیدنه کړې او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ څلور هوکړهلیکونه هم لاسلیک شوي دي.































