پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د کليوالو سيمو د پرمختګ په برخه کې د چين نه ستومانه کېدونکي کوښښونه

ليکواله: یاسمین؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبریاله

مارچ 2, 2021
in لیکنې
0 0

د چين حکومت د فبرورۍ په پای کې د ملي اقتصاد راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې د لومړنيو شمېرنو له مخې تېر کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۰۱۵۹۸ ميليارډه او ۶۰۰ مليونو يوانو ته رسيدلی او دا شمېر د وړم کال په پرتله ۲ اعشاريه ۳ سلنه زيات شوی دی. د اقتصادي پرمختګ تر شا د خلکو د ژوند رښتينی  ښه والی دی.

د هراړخيزې نسبتاً شتمنې ټولنې له کاروانه هيڅ چينايي محرومه او وروسته نه شي پاتې کېدلی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۵کال کې په يوه غونډه کې ويلي دي، (( موږ دغسې وضعيت ته اجازه نه ورکوو چې له يوې خوا د هراړخيزې نستباً شتمنې ټولنې جوړېدل اعلان کړو، خو له بلې خوا لسګونه مليونه وګړي لا هم په بېوزلۍ کې ژوند وکړي. )) د سختې بېوزلۍ حالت له منځه وړل د هراړخيزې نسبي شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره لازمي کار دی.

دا د چين پر وړاندې يو واقعيت و چې په دغه هېواد کې ۸۳۲ بېوزلې ولسوالۍ، ۱۲۸ زره بېوزله کلي او نژدې سل مليونه  بېوزله وګړو شتون درلود. د هرې بېوزلې کورنۍ حالت د دوسيې ثبتول د بېوزلۍ د بېلا بېلو لاملونو او وضعيت له مخې د مشخصو لارو چارو لومړی ګام دی. د اړوندو دوسيو د ثبتولو له لارې د دغو بېوزلو کورنيو د غريبۍ لامل څرګند شوی. د بېوزله وګړو او د دوی د غريبۍ د لاملونو له تشحيصولو وروسته تر ټولو مهم کار دا دی چې څرنګه د مشخصو طريقو له لارې له بېوزلۍ څخه دغه کسان ايستل کېدلی شي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې په څرګنده توګه د (( پنځو ډلو )) له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لارې چارې وړاندې کړې چې د صنعتونو د پرمختګ، مناسبو ځايونو ته د انتقال او لېږد، ايکولوژيکي چارو، ښوونې او ټولنيز ضمانت په شول د پنځو طريقو له لارې د بېوزلۍ حالت له منځه وړل کېدلی شي.

په ټولو ۸۳۲ بېوزلو ولسواليو کې د صنعتونو د پرمختګ پلانونه جوړ شوي چې له مخې يې د کرنې، د حيواناتو د روزلو او د توليداتو د چمتو کولو په شمول تر ۳۰۰ زرو زيات صنعتي مرکزونه جوړ شوي دي. له ۹ مليونه او ۶۰۰ زرو نه زيات بېوزله وګړي څه باندې ۲ مليونه او ۶۶۰ زرو نويو کورونو ته انتقال شوي دي چې د اوبو، برېښنا، لارو، طبيعي ګازو او انټرنيټي شبکې بشپړې اسانتياوې لري. د ايکولوژيکي چارو د پرمختګ له لارې ۳ مليونه بېوزله کسان له بېوزلۍ څخه وتلي دي. ۲۰۰ زره بېوزله ماشومان چې له ښوونځيو محروم او بې برخې وو، ښوونځيو ته د تګ زمينه ورته مساعده شوې ده او ۸ مليونه هغه بېوزله زده کوونکي چې له ښوونځيو فارع شوي او لا پسې لوړې زده کړې يا کارونه نه لري، د مسلکي مهارتونو وړيا روزنې يې تر لاسه کړې دي. له ۲۰۱۶ کال راهيسې په چين کې ۱۹ مليونه ۳۶۰ زره بېوزله وګړي چې د روزګار توان يې کمزوری دی، د ټولنيز ضمانت مرستو په پروګرام کې شامل کړی شوي دي.

چين د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د سختې بېوزلۍ حالت نسبتاً له منځه وړل شوی او له ټاکلي وخت نه لس کاله وړاندې د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې يې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا موخه بشپړه کړې ده. د چين دا کار چې د يو ميليارډ او څلور سوو مليونو نفوس لرونکي هېواد د بېلا بېلو ستونزو او ننګونو په ليرې کولو سره په ټاکلي وخت د سختې بېوزلۍ حالت کنترول کړی دی، دا د ګردې نړۍ د بېوزلۍ ضد مبارزې لپاره لوی او مهم خدمت دی. چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او د چين برياليتوب د بېوزلۍ ضد د نړۍ باور په هڅونه کې د پام وړ رول تر سره کړی دی او د نړۍ لپاره يې ډېر ګټورې تجربې برابرې کړې دي.

د حيرانتيا وړ لاسته راوړنو تر شا نه ستومانه کېدونکي کوښښونه او قربانۍ دي. له تېرو ۸ کلونو راهيسې د مرکزي حکومت، ولايتونو، ښارونو او ولسواليو په شمول د بېلا بېلو کچو مالي څانګو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې نژدې ۱۶۰۰ ميليارډه پانګونه کړې ده چې په دې جمله کې د مرکزي حکومت پانګونه ۶۶۰ ميليارده  او ۱۰۰ مليونه يوانه وه. د چين کمونېست ګوند د دغه هېواد د واکمن ګوند په توګه د بېوزلۍ ضد مبارزه کې مرکزي رول لوبولی دی چې ۲۵۵ زره کاري ډلې او څه باندې ۳ مليونه اړوند مسئولين يې بېوزلو کليو ته ليږلي چې دوی هلته ميشت شوي او له ځايي چارواکو سره يې د دغو سيمو د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپه برخه کې اوږه په اوږه خدمتونه کړي دي. د بېوزلۍ ضد مبارزه کې د دغه ګوند له ۱۸۰۰ نه زياتو غړو خپل ژوند قربان کړی دی. د دغې سترې مقدسې موخې او دندې سر ته رسول د چين د کونېست ګوند د غړو ټينګې ارادې ښکارندويي کوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د بېوزلۍ ضد مبارزې د بهير غورچاڼ او ستاينغونډه کې په خپله وينا کې وويل، (( د برياليتوب ساتل د برياليتوب د تر لاسه کولو په پرتله لا ستونزمن کار دی. موږ بايد د بېوزلۍ ضد د مبارزې د لاسته راوړنو د پياوړتيا او د کليوالو سيمو د سمسورتيا ترمنځ د پيوستون کارونه په ښه توګه تر سره کړو، څو د بېوزلۍ د له منځه وړلو بنسټ لا ټينګ شي او دواملرونکې اغېزې يې تولو ته ورسيږي. ))

چين به د بېوزلۍ ضد دندو له بشپړېدو وروسته د کليوالو سيمو سمسورتيا ته لا توجه او انرژي ورکړي او په دې بهير کې به په پر له پسې توګه د بېوزلۍ ضد نړيوالې مبارزې او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره لا ستر او مهم خدمتونه وکړي.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In