د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د روسیې د فدراسیون د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ا.ا هڅې او لاستهراوړنې وستایل شوې او د یادو توکو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د محتوا په تړاو د ا.ا دریځ څرګند شو. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دواړو لورو د سیمې د روان وضعیت، د شته ستونزو د حل او د خبرو اترو پر اهمیت هم بحث کړی دی.































