د سوداګرۍ او پانګونې خونه ویلي، چې د ازبکستان ولسمشر د امو سیند د غاړو د ټینګښت پروژې لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي دي. د دغې خونې د خبرپاڼې له مخې، دا موضوع په بلخ کې د بلخ او د ازبکستان د سرخاندریا ولایتونو د والیانو په ګډه ناسته کې مطرح شوې ده. په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او ازبکستان ته د افغان سوداګرو د صادراتو او ټرانزیټي ستونزو پر حل خبرې شوې او په دې برخه کې هوکړه شوې ده. همداراز، ټاکل شوې چې د ازبکستان د سوداګرو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او د مڼو، انارو او نورو کرنیزو محصولاتو د پېرلو او واردولو فرصتونه وڅېړي.































