شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د کوریا جمهوریت وګړو دغه هېواد ته د جاپان د لومړي وزیر د سفر خلاف احتجاج وکړ

مې 8, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د جاپان لومړي وزیر فومیو کشدا د مې په ۷مه نېټه د کوریا جمهوریت پلازميني سيول ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې دوه ورځنۍ لیدنه پيل کړه. هغه په همدې ورځ د کوریا جمهوریت له ولسمشر یون سیوک یول سره خبرې اترې وکړې او موافقه يې وکړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې دې ښې شي.

د کوریا جمهوریت څو غیرحکومتي سازمانونو د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته احتجاج وکړ او پر فومیو کشدا يې غږ وکړ چې جاپان بايد د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر کوریا جمهوریت د تېري له امله بښنه وغواړي.

اعتراض کوونکو دغه راز د کوریا جمهوریت، امریکا او جاپان د پوځي اتحاد د ړنګېدو غوښتنه هم وکړه.

فومیو کشدا لومړی د کوریا جمهوریت ملي مقبرې ته لاړ او دعا يې وکړه. دا له ۱۲ کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې د جاپان لومړي وزیر د کوریا جمهوریت په ملي مقبره کې دعا کوي. د کوریا جمهوريت رسنیو ویلي، ترې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو او د امنیتي چارو په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتیا موخه ښکاري.

یون سیوک یول له فومیو کشدا سره د خبرو اترو په ترڅ کې وویل، اوس د کوریا جمهوریت او جاپان اړیکې د ښه والي تمایل لري. دواړو خواوو په تېر مارچ کې د کتنې په وخت کې موافقه کړې، چې دوه اړخیزې اړیکې به پیاوړې او بیا جوړې کړي او خپلمنځي ډیالوګ او همکارۍ به ژورې کړي. هغه زیاته کړه، له تېرو دوو میاشتو راهیسې د جاپان او کوریا جمهوریت د مختلفو کچو خبرې پيل شوې دي.

یون سیوک یول او فومیو کشدا تر خبرو اترو وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون کړی. یون سیوک یول په دې ناسته کې وویل، سمندر ته د جاپان د فوکوشیما اټومي ککړو اوبو د ایستلو مسئله ډېره د پاملرنې وړ ده. دواړو خواوو موافقه کړې چې کوریا جمهوریت به فوکوشیما ته د کارپوهانو پلاوی ولیږي. نوموړي هیله وښودله چې جاپان د کوریا جمهوریت د خلکو  پر هغه غوښتنه غور وکړي چې پر علمي بنسټ عیني څار ترسره شي او اغېزناک تدبیرونه دې ونیسي.

فومیو کشدا د کوریا جمهوریت د خلکو د ډېرې پاملرنې وړ تاریخي مسئلې یعنې په دویمه نړیواله جګړه کې پر دغه هېواد د جاپان د تېري په هکله وویل، په تېر مارچ کې جاپان ته د ولسمشر یون سیوک یول د سفر په وخت کې مې په ډاګه کړې چې زه به د ۱۹۹۸م کال په اکتوبر کې د جاپان او کوریا جمهوریت د خپرې شوې ګډې اعلاميې په شمول د تاریخ په اړه د جاپان د پخوانیو کابینو دریځ ته دوام ورکړم او دغه دریځ به نه بدلېږي. د ولسمشر یون سیوک یول د پرېکړې له مخې، د کوریا جمهوریت حکومت سږ کال د مارچ په ۶مه نېټه د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان لخوا مجبورو شویو کوریايي مزدورانو ته د تاوان ورکولو تدبیر اعلان وکړ، یعنې د کوریا جمهوریت د عامه ادارې او خوندیتوب وزارت مالي ګروپ د اړوندو جاپاني تصدیو پر ځای يادومزدورانو ته تاوان ورکړي.  فومیو کشدا وویل، د کوریا ډېرو کسانو د درد او غم سره سره په مېړانه او زړور توب سره د ښې راتلونکې جوړولو لپاره ګامونه پورته کړل او دې عمل پر ما ډېره اغیزه کړې ده.

د کوریا جمهوریت رسنیو د لیکنو په خپرولو سره پر فومیو کشدا نیوکې کړې چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال يې د جاپان له خوا پر کوریا جمهوریت د تېري له امله چې یوه تاریخي مسئله ده، په مستقیمه توګه بښنه نه ده غوښتې او د کوریا جمهوریت د خلکو د عامو افکارو د مخالفت آرامولو په پار يې یوازې شخصي احساسات څرګند کړل.

که څه هم د یون سیوک یول حکومت په دوامداره توګه د جاپان حکومت سره له مهربانۍ ډکه رویه څرګنده کړې، خو د کوریا جمهوریت څو غیرحکومتي سازمانونو په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې مختلف احتجاجي فعالیتونه ترسره کړل. په تېره بیا د مې په ۷مې نېټې څو غیرحکومتي سازمانونو د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته لاریونونه وکړل او و يې غوښتل چې د کوریا جمهوریت، جاپان او امریکا پوځي اتحاد باید ړنګ شي، د جاپان له ظلمونو ملاتړ باید پرې شي، جاپان باید پر کوریا جمهوریت د ناقانونه تېري له  امله رسمي بښنه وغواړي. لاریون کوونکو سمندر ته د جاپان د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د ایستلو په اړه د جاپان له پلان سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026

شي جين پينګ نوي ډيلي ته ورسېد

سپتمبر 12, 2026

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026

چين مېډيا ګروپ د اردن له پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز سره ځانګړې مرکه وکړه

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In