عامې روغتیا وزارت ويلي، هغه روغتیايي مرکزونه چې د نړیوالو سازمانونو د ملاتړ د پای ته رسېدو له امله تړل شوي، د لنډمهالو پروژو برخه وو او وزارت هڅه کوي د دغو مرکزونو لپاره بدیل ملاتړ پیدا کړي. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ويلي، تېر کال له بېلابېلو سازمانونو سره ۳۵۰ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي چې له مخې یې په بېلابېلو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه فعال شوي دي. بلخوا، روغتیايي کارکوونکي وايي، د دغو مرکزونو تړل کېدو پر میندو، ماشومانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو اغېز کړی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې روغتیايي مرستې دوامداره وساتي. د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د جولای تر میاشتې پورې نږدې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي یا یې فعالیت درول شوی دی.































