چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

زړه سناریو؛ نوي لوبغاړي

محمد شریف افغانمل

مې 4, 2021
in لیکنې
0 0

د سولې خبرو لپاره د حکومت ضد مقاومت شرایط او غوښتنې که د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر ضد د مجاهدینو له مطرح کېدونکو شرایطو او غوښتنو سره پرتله شي، ډېر توپیر پکې نشته او ان هڅه کېږي چې د تاریخ دغه سناریو بیا تکرار شي.

د سولې اوسنۍ سناریو او لوبغاړي کټ مټ د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ په څېر دي؛ دا ځل د ډاکتر نجیب الله احمدزي پر ځای محمد اشرف غني (احمدزی)، د مجاهدینو اوو ګوندونو پر ځای د طالبانو بېلابېلې ډلې، پاکستان او د افغانستان په تړاو بهرنی سیاست یې پر خپل ځای، د روسیې پر ځای امریکا او د امریکا پر ځای روسیه، د ملګرو ملتونو سرمنشي پطرس غالي د ځانګړي استازي بینن سوان پر ځای، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد او مجاهدینو ته د ډاکتر نجیب الله له لوري تر وخت وړاندې ټاکنو تر سره کولو، د اساسي قانون تعدیل، له واک څخه د تېرېدو او د ملي پخلاینې لارنقشې اعلانولو امتیازاتو پر ځای د ډاکتر اشرف غني د سولې لارنقشه، تر وخت وړاندې ټاکنې، د بندیانو خوشې کول او له قید او شرط پرته د مذاکراتو پر مخ وړو وړاندیزونه ښودلی شو.

د ۱۹۸۸ کال د اپرېل په ۱۴مه د جینوا تړون پر اساس ډاکتر نجیب الله له واک څخه د لاس پر سر کېدو ژمنه وکړه او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې پنځه توافقات وشول: په ۹ میاشتو کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ټولو ځواکونو وتل، پاکستان به د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، پخپله خوښه هېواد ته د کډوالو ستنېدل، امریکا د توافقاتو د عملي کېدو تضمین ورکړ او د تطبیق ژمنې د عملي کېدو لپاره یې پر دې تړون لاسلیک وکړ.

محمد اشرف غني د سولې لپاره په خپله اعلان شوې لارنقشه کې تر وخت وړاندې ټاکنو ته زمینه برابرول، په ټاکنو کې بیا نه کاندیدېدل او عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره سیمه ییز او نړیوال تضمین برابرول اعلان کړي دي.

هماغسې چې په ۱۹۹۱ کال د ډاکتر نجیب الله لپاره د سولې لپاره د پرېکړو سخت کال و، د اشرف غني د حکومت لپاره ۲۰۱۹ کال تر ټولو سخت و، ځکه د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت افغان حکومت په ځینو پرېکړو کې تر نهایي فشار لاندې راوست. د پنځو زرو طالب بندیانو خوشې کول او د دوحې یو طرفه هوکړې لاسلیک یې عمده برخې دي.

د دغو توافقاتو د لاسلیک او عملي کېدو نتیجه اوس او هغه وخت یو شان ده. جګړې لا زور واخیست، پاکستان مداخله ونه دروله او د واک خلا افغانستان یوه پېړۍ شاته بوت، چې د تکرار ډېره هڅه یې وشوه، خو ولسمشر غني یې د بدیلو لارو په وسیله په مخنیوي کې تر اوسه بریالی ګڼل کېږي.

د ډاکتر نجیب الله حکومت د افغانستان په شمال کې د بغاوتونو له وجې له سخت وضعیت سره مخ شو. له روسیې سره پولې ته نږدې په حیرتان بندر کې د ۷۰یمې لېوا قوماندان له دولتي ډسپیلین سرغړونه وکړه او ډېری تاریخ لیکوونکي دغه بغاوت مخامخ د شوروي اتحاد په زمینه سازۍ بولي، چې په پایله کې یې د ډاکتر نجیب حکومت له شمال څخه له سختو ننګونو سره مخ شو.

د دغه سناریو دوام یو ځل بیا د افغانستان په شمال کې په څرګندېدو دی، خو ډاکتر غني یې د مهارولو لپاره ځينې قېمتونه ادا کوي او ښایي د دې سناریو د تکرار د مخنیوي لپاره دغه قېمت د ده پخپل تحلیل له رامنځته کېدونکې فاجعې ارزانه وي.

په شمال کې د دوستم د بغاوت له مدیریت نیولې، تازه په فاریاب کې د والي د بدلېدو پر سر جنجال او د لانجې د هواري لپاره د فاریاب پخواني والي نقیب الله فایق ته د غازي میربچه خان دولتي مډال او د انتصابي سناتور څوکۍ ورکړه یې هم د همدې لپاره ده، چې پر ځای یې داوود لغمانی چې د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د کار کولو سابقه لري او حکومت ته نږدې کس دی، وګوماري څو په شمال کې احتمالي رامنځته کېدونکي بغاوتونه باوري مهار کړي.

په ادا شوي قېمت د تاریخ د تکرارېدونکې سناریو مخنیوی تر اوسه بریالی دی، د واک د خلا مخنیوی او د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرني سیاست د اهدافو روښانولو د مجاهدینو په څېر طالبان له پوښتنو سره مخ کړي.

له طالبانو سره د امریکا د سولې د یوې مبهمې معاملې په جریان کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوړښت ژوندي ساتلو لپاره پرله‌پسې قول اردوګانو ته د ولسمشر غني سفرونه او پر هغوی د پاملرنې لپاره د خپل کاري وخت درې برخې ورکولو سره، ولسمشر د افغانستان له وسله وال پوځ سره د ډاکتر نجیب الله د تکرارېدونکې سناریو مخنیوی وکړ.

ځینو خورو ورو سیاسیونو ته امتیازات ورکول او تر یو چتر لاندې راوستل، په ځانګړي ډول په شمال او سویل کې د احتمالي بغاوتونو مخنیوي لپاره د یوې اغېزناکې نقشې پر اساس چټک اقدامات، د بهرنیو ځواکونو د وتو له اعلان سره سم د طالبانو سیاسي زړه کندهار ته سفر او طالبانو او بهرنیانو ته د خپل پیغام بیانول، له پاکستان سره د اړیکو د څرنګوالي وضاحت او بالاخره د اسلامي هېوادونو د علماوو شوراګانو د فتواوو او د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالي په اړه د وضاحت رامنځته کولو له لارې د طالبانو جګړه ییز مشروعیت ننګول، ټول د تاریخ د تکرارېدونکې سناریو د مخنیوي لپاره تر سره شوي بریالي اقدامات دي.

Share26Tweet16Share6

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In