یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

شي جين پينګ په فرانسوي رسنۍ کې يوه مقاله خپره کړه

مې 6, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د مې په پنځمې نېټې په رسمي سفر د فرانسې پلازمينې پاريس ته ورسيد او د دغه هېواد په لي فیګارو ورځپاڼې کې يې تر» راځئ، د چين او فرانسې د اړيکو د ټينګښت روحيه خپره کړو او نړيواله سوله او پرمختګ وهڅوو «عنوان لاندې د خپل مبصر په قلم يوه مقاله خپره کړه.

شي جین پینګ په خپله مقاله کې ۲۰۲۴م کال ډېر ارزښناک بللی او په وينا يې ،فرانسې ته د نوموړي روان سفر درې فقره يیز پيغام ورکوي:

لومړی، چين غواړي له فرانسې سره د خپلمنځي اړيکو د ټينګښت روحيه خپره کړي او خپلمنځي اړيکو ته وده ورکړي.

سږ کال د چين او فرانسې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۶۰ مه کليزه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د خبرو د پل په توګه رول لوبولی او په نړيوالو اړیکو کې يې د هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکاريو په پراخولو کې مرسته کړې ده. دغه اړيکې له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې تل د زمانې په مخکښ ځای کې ولاړې دي. فرانسه په لوېديځو هېوادونو کې لومړی هېواد دی، چې له چين سره يې هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، ميکانيزمي ستراتېژيکې خبرې يې ورسره پيل کړي، د هوانوردۍ، اټومي انرژۍ او د درېيم اړخ بازار په ګډون یو شمېر برخو کې يې ورسره ګډې همکارۍ کړې دي. دواړو هېوادونو يو د بل په هېواد کې کلتوري مرکزونه جوړ کړي او يو د بل لپاره د کلتوري کال په نوم فعالیتونه ترسره کړي، چې په نړۍ کې يې د تمدنونو ترمنځ د متقابلې زده کړې لپاره لارښوونکی رول لوبولی دی.

دويم، چين به په لوړې سويې ورخلاصون ته دوام ورکړي او د فرانسې په ګډون له بېلا بېلو هېوادونو سره به ګډې همکارۍ ژورې کړي.

سږ کال د نوي چين د جوړېدو ۷۵مه کلیزه ده. د چينايانو د ۷۵ کلنو سترو هڅو په نتيجه کې چين له ډېر بېوزلي هېواد څخه د نړۍ پر دويم لوي اقتصادي طاقت ګرځېدلی او د کليوالو سيمو څو مليارډه نفوس یې له شديدې بېوزلۍ وتلي دي. په ۲۰۲۳م کال کې د دغه هېواد په اقتصادي وده کې د  پنځه اعشاريه دوه سلنې زياتوالی راغلی او د ۲۰۲۴م کال د اقتصادي ودې موخه يې شاوخوا پنځه سلنه ټاکل شوې او اقتصادي کيفيت يې ډېر ښه ساتل شوی دی. چين به په مداومه توګه نړيوال اقتصاد ته خوځنده ځواک ورکړي او له نورو هېوادونو سره به د پرمختګ فرصتونه شریک کړي.

چين به خپلې تصدۍ وهڅوي، چې په نورو هېوادونو کې پانګونې وکړي او له بهرنيو تصدیو سره ګډې همکارۍ وکړي. اوسمهال فرانسه د زرغون پرمختګ پر اساس د صنعتي کېدو د نوي بهیر د پرمخ بيولو په هڅه کې ده او چين د نوي کيفيت توليدي ځواک ته د پرمختګ ورکولو په هڅه کې دی، دواړه هېوادونه کولی شي، چې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او زرغون پرمختګ پياوړی کړي. ځينو چيني تصديو په فرانسې کې د بيټري فابريکې جوړې کړې دي. د چين حکومت به زياتې تصدۍ وهڅوي، چې په فرانسې کې پانګونې وکړي او هيله لري چې فرانسه د چيني تصديو لپاره عادلانه سوداګريز چاپیريال برابر کړي.

درېيم، چين غواړي له فرانسې سره د خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ په پياوړتيا سره د نړۍ سوله او ثابتوالی وساتي.

سږ کال په سولې سره د ګډ ژوند د پنځو اصولو د خپرېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. د ۷۰ کلونو راهيسې، دغه اصول د بېلا بېلو هېوادونو له خوا منل شوي او د عصري نړيوالو اړيکو د مهمو اصولو په توګه بلل شوي دي.

چين د دغو پنځو اصولو اخلاصمن کارګذار دی. د نوي چين تر جوړېدو وروسته ۷۰ کلونو کې چين هيڅکله جنګ تحريک نه دی کړی او پر نورو هېوادونو يې تيری نه دی کړی. چين په نړۍ کې يوازنی هېواد دی، چې په خپل اساسي قانون کې پر سوله ييز پرمختګ د ټينګښت ماده ليکلې ده. چين په لويو ذروي وسله لرونکو هېوادونو کې يوازنی هېواد هم دی، چې ژمنه يې کړې ده، چې تر نورو مخکې به له ذروي وسلو څخه استفاده ونه کړي.

په تېرو څو کلونو کې مې په وار سره د نړيوال پرمختګ وړانديز، د نړيوال امنيت وړانديز او د نړيوال مدنيت وړانديز وړاندې کړي، د نړۍ د اداري سيسټم د بشپړتيا او د بشريت د پرمختګ په لارو کې د ستونزو د ليرې کولو لپاره چيني لايحې وړاندې کړې دي. داسې وړانديزونه او لايحې د کابو ۱۰۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ملاتړ تر لاسه کړي دي.

چين دې ته ملتفت دی، چې د اوکراين بحران د اروپا خلکو ته زيان رسولی دی. که څه هم چين د دغه بحران جوړونکی او ګډون کوونکی نه دی. خو چين تل په سوله ييزه توګه د دغه بحران د حلولو لپاره رغنده رول لوبوي. ما په وار سره له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنې کړې دي، چې د ملګرو ملتونو د منشور د هدفونو او اصولو مراعات وکړي، د بېلا بېلو هېوادونو د حاکميت او د خاورو د بشپړتيا احترام وکړي، د امنيت په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو د پاملرنې وړ مسئلو ته په درنه سترګه وګوري او له ذروي وسلو څخه استفاده ونه کړي.

چين اوکراين ته د بشردوستي مرستو څو جوپې برابرې کړي او څو څو ځله يې د همغږۍ د پياوړتيا لپاره اړوندو هېوادونو ته ځانګړي سفيران لېږلي دي. چين هيله لري، چې د اروپا په لويې وچې کې ژر سوله او ثابتوالی وساتل شي. چين غواړي د فرانسې په شمول له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د دغه بحران د حلولو په پار د مناسبې لارې د پيدا کولو لپاره هلي ځلي وکړي.

د فلسطين او اسرائيل ترمنځ شخړه هم د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ مسئله ده. د دغې مسئلې د حلولو بنسټيزه لار دا ده، چې د خپلواک هېواد په توګه فلسطين جوړ شي. تاريخ څو څو ځله د دې شاهدي ورکړي، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د حالاتو د تاوتخريوالي اساسي لاملونه داسې دي، چې د ملګرو ملتونو اړوندې پريکړې په جدي توګه عملي نه دي شوې، د (( دوه هېوادونه)) لايحې بنسټ په پر له پسې ويجاړ شوی دی او د منځنۍ ختيځ سوله ييز جريان په سمه لاره کې ګام پورته نه دی کړی. چين او فرانسه د دغې مسئلې په اړه ډېرې ګډې نظريې لري، نو دواړه هېوادونه بايد د همکاريو په پياوړتيا سره د منځنۍ ختيځ سيمې د سولې د ساتلو لپاره ښه خدمتونه وکړي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In