شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

شي جين پينګ: په نوې زمانه کې دې شينجيانګ د ادارې په اړه د چين کمونېست ګوند ستراتيژۍ پوره، دقيقه او هراړخيزه تطبيق شي

سپتمبر 25, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د پلاوي په مشرۍ د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په لمانځغونډه کې د ګډون لپاره د سپتمبر په ۲۳مه نېټه شينجيانګ ته ورسېد او د سپتمبر په ۲۴مه نېټه يې د دغې کورواکې سيمې د ګوندي کمېسيون او ځايي حکومت کاري راپورونه واورېدل.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې د شينجيانګ اړوندې څانګې بايد په نوې زمانه کې د دې سيمې د ادارې په اړه د چين کمونېست ګوند ستراتيژي په پوره، دقيقه او هراړخيزه توګه عملي کړي، په کارونو کې دې د ثبات د تامينولو پر بنسټ د پرمختګ د موندلو د اصل پيروي وکړي، پرمختګ او امنيت دې برابر کړي او د ټولنيز ثبات او دايمي امنيت پر عمومي موخې دې ټينګار وکړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې شيجيانګ بايد د چيني ملت د ګډې ټولنې اراده تقويه کړي او د دې ټولنې ابادۍ ته دې وده ورکړي. شي جين پينګ له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه، چې د مرکزي کمېټې له خوا د شينجيانګ په اړه پنځه رولونه دې وځلوي، خلک دې يو موټی کړي او د يوه سوسياليستي، متحد، همغږي، سمسور، شتمن، متمدن، هوسا، ښه ایکولوژيکي چاپېریال لرونکي او عصري شينجيانګ د ابادۍ لپاره دې نه ستومانه کېدونکې هڅې وکړي .

شي جين پينګ دغه راز وویل، چې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې ګوندي کمېسيون او حکومت د دې سيمې د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې د ګوند د مرکزي کمېټې تر ځواکمنې رهبرۍ او د خلکو تر ټينګ ملاتړ لاندې د بېلا بېلو قومونو د مامورينو او ولس په مشرۍ د هېواد او قومونو يوموټي توب، ټولنيز ثبات ، اقتصاد او ټولنې ته دوامداره پرمختګ او دې سيمې ته يې نوې بڼه ورکړې ده. ده زیاته کړه چې شينجيانګ د چين له نورو سيمو سره پر ټاکلي وخت د شتمنې ټولنې د جوړېدو موخې ته رسیدلی او په ګډه يې د سوسياليستي او عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ نوی مزل پيل کړی دی. شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو مامورينو او خلکو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.

د شي جين پينګ په خبره، شينجيانګ بايد د خپلو سرچينو او صنايعو پر بنسټ د باکيفيته پرمختګ د هغې لارې د پيلولو لپاره هڅې وکړي، چې له خپلو ځانګړتياوو سره يې سمون لري. ده وویل چې شينجيانګ بايد ځانګړو او پياوړو صنعتي چارو ته پرمختګ ورکړي او د سيالۍ قوت لرونکي صنعتي ډلې دې وروزي. هغه وايي چې شيجيانګ بايد د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښتونه د صنعتي چارو له نوښتونو سره وصل کړي او د خپل وضعيت له مخې دې د نوي کيفيت توليدي قوتونه ځواکمن کړي. نوموړی وايي چې شينجيانګ بايد د کلتور او سيلانۍ پيوستون پياوړی کړي او سلانيزو چارو ته دې پرمختګ ورکړي. دی دغه راز وايي چې په دې سیمه کې دې د ايکولوژيک سيسټم ساتنه او بيارغونې چارې پياوړې شي او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په هره برخه کې دې زرغون اصلاحات وهڅول شي.

شي جین پينګ وايي چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې ابادۍ ته دې وده ورکول شي، تر څو دغه سيمه د چين په کورني او بهرني اقتصادي دوران کې لا مهم رول ولوبوي.

دی وايي چې په شينجيانګ کې دې د خلکو د ژوند تضمين او ښه والي ته لومړيتوب ورکول شي، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې شوې لاسته راوړنې دې نه یوازې وساتل شي، بلکې لا دې زیاتې شي، ټولنيزې چارې دې پياوړې شي او د پرمختګ په بهير کې دې د بېلا بېلو قومونو د خلکو ګډون او ګټې ډاډمنې شي.

شي جين پينګ دا روښانه کړه، چې د شينجيانګ د ټولنيز ثبات د تامينولو لپاره دې هره هڅه تر سره شي او په خلکو کې دې د ترهګرۍ ضد مبارزې او ثبات د ساتنې لپاره دفاعي کرښه ټينګه شي. دی همدارنګه وايي چې د چيني ملت د ګډې ټولنې اراده دې ټينګه شي او د دې ټولنې ابادي دې چټکه شي. نوموړی زیاتوي چې د کلتوري چارو پرمختګ او لارښوونکی رول دې پياوړی شي او د دولت، تاريخ، قومونو، کلتور او مذهب په اړه دې د بېلا بېلو قومونو د مامورينو او خلکو د سمې پېژندنې لارښوونه وشي.

شي جين پينګ دغه راز پر دې ټينګار وکړ، چې د ګوند د رهبرۍ او ابادۍ پياوړتيا د شينجيانګ د عصري کېدو اصلي ضامن دی.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In