رویټرز راپور ورکړی، چې د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي، بریکس باید د منځني ختیځ په روانه جګړه کې د سولې راوستلو لپاره مهم رول ولوبوي. شي جینپینګ د هند په نوي ډیلي کې د بریکس هېوادونو سرمشریزې ته په وینا کې ویلي، چین به په دې برخه کې له نورو غړو هېوادونو سره ګډ کار وکړي؛ ځکه جګړه د نړیوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون نه لري. نوموړي بریکس د نړیوال جنوب د مخکښو ډلو له ډلې بللی او ویلي یې دي چې دغه سازمان باید د مخ پر ودې او پرمختګ کوونکو هېوادونو ترمنځ د نوښت پر بنسټ د پرمختګ او ځانبسیاینې لپاره بېلګه شي. شي جینپینګ زیاته کړې، چین به راتلونکی کال د بریکس مشري پر غاړه واخلي او د دغه سازمان د ۱۹مې سرمشریزې کوربهتوب به وکړي.































