د چین دولت رئيس شي جین پینګ په دې وروستيو کې د امریکا د لسو پوهنتونونو محضلینو ته ځوابي ليک واستاوه.
دغه محصلین د چین او امریکا د ځوانانو د تبادلې په پروګرام کې د ګډون لپاره چین ته راغلي وو.
رئيس شي په خپل ليک کې ويلي چې چینایي او امریکایي ځوانان په ځمکنۍ کره کې ژوند کوي او زموږ په زمانه کې ګډ رسالت پر غاړه لري. ده ویلي: هيله لرم چې تاسو به له نورو چیني او امریکايي ځوانانو سره د دواړو هېوادونو د دوستانه همکارۍ وارثان، ساتونکي او پراختیا ورکوونکي شئ، په ګډه به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم ته وده ورکړئ، د دوه اړخیزو اړیکو دوام او اوږدمهاله پراختیا به ډاډمنه کړئ او د لا ښې نړۍ په جوړولو کې به ونډه واخلئ.
په دې وروستیو کې، د امريکا د هارورډ پوهنتون په ګډون د لسو پوهنتونونو نژدې سلو ځوانو محصلینو د چين دولت رئيس شي جین پينګ ته لیک استولی او پکې يې چين ته په سفر کې خپلې لاسته راوړنې او د چین او امریکا د ملګرتیا د ودې لپاره خپلې هيلې څرګندې کړې دي.































