د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د هند په نوي ډیلي کې د برېکس د ۱۸مې سرمشریزې په لومړي پړاو کې ګډون وکړ او یوه مهمه وینا یې وکړه چې عنوان یې دی «په ګډه د خپلې زمانې مسؤلیتونه پر غاړه واخلو او په زړورتیا سره د مخکښ رول ولوبوو». رئیس شي جین پینګ په تېرو ۲۰ کلونو کې د برېکس هېوادونو د همکارۍ بېساری بهیر او ګټورې لاسته راوړنې په ژوره توګه خلاصه کړې چې په ترڅ کې یې دغه هېوادونه پر ځان بسیا او متکي شوي دي، په سختو شرایطو کې یو د بل تر څنګ اوږه په اوږه مبارزه کړې او پراخې لاسته راوړنې یې ترلاسه کړې دي.
شي جین پينګ په څرګنده توګه ۴ مهم وړاندیزونه وکړل چې د برېکس هېوادونو د همکاریز میکانیزم لپاره د پرمختګ لاره په ګوته کوي او د اوسنۍ ګډوډې نړۍ لپاره ارزښتناکه ډاډمنتیا برابروي. د هغه وینا د ګډونوالو مېلمنو لخوا ډیره وستایل شوه او د نړیوالې ټولنې په کچه یې پراخ انعکاس او همغږي رامنځته کړه.
روان کال د برېکس هېوادونو د همکارۍ له ۲۰مې کلیزې سره برابر دی. دغو هېوادونو په تېرو ۲۰ کلونو کې په ګډه له نړیوال مالي بحران، کوویډ-۱۹ وبا او اقلیمي بدلون سره يې مقابله وکړه. تر اوسه پورې د برېکس د غړو هېوادونو شمېر ډېر زیات شوی او د جامع او څو پوړیز همکاریز چوکاټ رامنځته شوی دی. اوس د برېکس همکاریز میکانیزم د نویو بازارونو او پرمختیايي هېوادونو لپاره د همکارۍ ترټولو اغیزمن ډګر ګرځي او د لوړ کیفیت پرمختګ نوي پړاو ته ننوځي.
نن ورځ نړۍ له ګړندي بدلونونو سره مخامخ ده، د سراسري جنوب هېوادونه پیاوړی کېږي او د نړۍ د څو قطبي کېدو تمایل نه درېږي. خو یو اړخیزم او د قدرت سیاست لاهم شته او د سولې، پرمختګ، امنیت او حکومتدارۍ په برخو کې نیمګړتیاوې لاهم څرګندېږي چې انسانیت په یوه تاریخي څلور لارې کې پرېږدي.
هرڅومره چې وضعیت ډېر ګډوډ وي، هغومره به اړتيا وي، چې د برېکس هېوادونه په کلکه د تاریخ په سم اړخ کې ودرېږي، د مخکښانو په توګه خپل مسؤلیتونه په غاړه واخلي او نړیوال نظم ته د ډېر عادلانه او معقول کېدو په لور لارښوونه وکړي.
د رئیس شي جین پینګ د وړانديز له مخې، د برېکس هېوادونه دې په څلورو برخو کې د مخکښ په توګه رول لوبولي، یعنې د نوښتګر پرمختګ د هڅولو لپاره، د سولې او ثبات د ساتلو لپاره، د تمدونونو ترمنځ د متقابلې زده کړې د هڅولو لپاره او د نړیوالې حکومتدارۍ د اصلاحاتو او ښه کولو لپاره دې مخکښ واوسئ. دغه وړانديز د نړۍ د څو قطبي کېدو او د نړیوالو اړیکو د ډیموکراتیک کولو له تاریخي برترۍ سره سمون لري او خورا عملي اهمیت او اوږدمهاله ستراتېژیک ارزښت لري.
یووالی او همکاري تل د برېکس د همکارۍ میکانیزم د پرمختګ او ژوندي ځواک سرچینه ده. چین به د برېکس د راتلونکی کال د رئیسه هېواد دنده په غاړه واخلي او د برېکس د ۱۹مې سرمشریزې کوربه توب به وکړي.
د برېکس همکارۍ د ۲۰مې کلیزې په پار، تر هغه چې د برېکس هېوادونه په يووالي ګډ کار وکړي او په ۴ برخو کې د مخکښ رول ولوبوي، دوی به یقینا د دې همکاريز میکانیزم درېیمه “طلایي لسیزه” په بریالیتوب سره پیل کړي او په دوامداره توګه به د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره خپل ځواک دوامداره برابر کړي.






























