یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

عبدالله: د طالب بندیانو د خوشي کېدو په درېیمه ورځ بین الافغاني خبرې پیلېږي

اگست 9, 2020
in افغانستان
0 0

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه روانه ده، خو د دغې جرګې مشر وایي، همدا چې د طالبانو بندیان خوشي شي، درې ورځې وروسته به په قطر کې بین الافغاني خبرې پيلېږي. ولسمشر غني وړمه ورځ د سولې په اړه مشورتي لویې جرګې ته وینا وکړه او ده هم وویل چې د طالبانو بندیان که خوشي شي، نو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيلېږي. بلخوا د سولې مشورتي جرګې ډېری غړي او اکثریت کمېټې په دې اند دي چې باید د طالبانو پاتې څلور سوه بندیان هم خوشي شي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي.

وروسته له هغې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په دوحه کې لاسلیک شوه، یو شرط پکې دا و چې د بین الافغاني خبرو تر پيل مخکې باید د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي شي. افغان حکومت د دې ډلې تر پنځو زرو پورې بندیان خوشي کړي دي، خو طالبان وایي چې حکومت نږدې څلور سوه هغه بندیان نه دي خوشي کړي چې نومونه یې په لېست کې یاد شوي دي. حکومت بیا وایي، په دې لېست کې داسې کسان شامل دي چې په جنایي جرمونو کې ښکېل دي او حق العبد ورباندې دی.

د دې مسئلې تر کړکېچ وروسته ولسمشر غني پرېکړه وکړه چې مشورتي لویه جرګه راوبولي او ولس به پرېکړه کوي چې دغه بندیان خوشي کړي کنه. سره له دې چې د دې جرګې پر جوړېدو او مالي لګښتونو سختې نیوکې روانې دي، خو جرګه روانه ده او نن یې وروستۍ ورځ ده چې د جرګې غړي به وروستۍ پرېکړه هم وکړي. د جرګې غړي وایي چې افغان حکومت او طالبان دې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل کړي او نړیواله ټولنه باید د سولې هوکړې د عملي کېدو ضمانت وکړي. دوی ټینګار کوي چې باید لاس ته راوړنې وساتل شي او د لا پیاوړي افغانستان لپاره د سولې پروسه مخ ته یوړل شي.

بلخوا د دې جرګې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، که د طالبانو پاتې څلور سوه بندیان خوشي کېږي، نو دغه ډله به درې ورځې وروسته له افغان حکومت سره د خبرو لومړی پړاو پيلوي. د ده په وینا، د خبرو لومړی پړاو په قطر کې پيلېږي او د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي. نوموړي زیاته کړه، که څه هم د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر غړو د طالب زندانیانو له خلاصون سره مخالفت درلود، خو په ټوله کې د کاري کمېټو پرېکړه دا وه چې یاد زندانیان باید خوشې شي، څو د جګړې د دوام لپاره کومه بله پلمه پاتې نه شي. عبدالله څرګنده کړې چې د جرګې ګډونوالو د سولې راتلونکي په اړه هم خپلې اندېښنې او وړاندیزونه له دوی سره شریک کړي او په وینا یې، په مخامخ خبرو کې به د افغانانو ټولو اندېښنو ته په پام له مقابل لوري سره مخ ته لاړ شي.

بلخوا د جرګې غړي وایي چې د طالبانو د زندانیانو د خوشي کولو پلویان دي، خو دغه ډله دې هم ژر تر ژره په هېواد کې روانه پردۍ خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. د ملي مصالحې له عالي شورا څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جرګې ګډونوال غواړي چې حکومت دې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي، څو په هېواد کې د جګړې دوام ته بله هېڅ پلمه پاتې نه شي، دواړه لوري دې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره نرمښت وښیي، د طالبانو له خوشې کېدو سره دې سراسري اوربند ټینګ او دواړه لوري دې ورته ژمن اوسي، بین الافغاني مذاکرات دې ژر تر ژره پیل شي، د سولې خبرې دې د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې ترسره شي.

له دې سره به د سولې مشورتي لویه جرګه نن هم دوام کوي، سره له دې چې طالبانو دغه جرګه غیر قانوني بللې ده او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې بیا پرېکړه د معافیت فرهنګ د پياوړتیا په مانا بولي، خو دغه جرګه به نن خپله وروستۍ پرېکړه اعلانوي او ولسمشر به تر هغه وروسته د طالب بندیانو په اړه پرېکړه کوي.

Tags: featured
Share21Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In