چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

غوره ملګري، غوره پانګه ده

ژباړه: حمیدالله حمیدي

جنوري 20, 2020
in لیکنې
0 0

کله چې اورم، چې ځینې درون ګرا (ځاني خودي) کسان هم شته چې هېڅ ملګري نه لري، له ځان سره وایم، دغه کسان پرته له ملګرو او دوستانو څه ډول ژوند کوي؟ زما په اند، دغه ډول به بیخي ستړی کوونکی وي. ملګري او دوستان زما په ژوند کې زما د مهمو کسانو له ډلې څخه دي. دوی پر ما ډېر مثبت اغېز کړی دی او زه ډاډه یم چې ما هم پر دوی باندې اغېز کړی دی. خو یو څه باید واضح کړو، هغه دا چې کله د ملګرو نوم اخلو، هغه باید داسې کسان وي چې موږ ښې لارې ته رهنمایي کړي، ژوند کول ترې زده کړو او په ټوله کې ګټور ثابت شي. هغه کسان چې تاسو پر غلطه او ناوړه لار بیایي، هغوی ته بیا د ملګرو نوم نه شو ورکولای، هغوی ملګري نه؛ بلکې ستاسو د ژوند دښمنان دي. که غواړی په ژوند کې ګړندی پرمختګ وکړی، نو یوازې ښه یاست، خو که غواړی نوې تجربې تر لاسه کړی، نو د ځان لپاره داسې ملګري وټاکئ چې ستاسو هم فکره وي.

ملګری باید یوازې د ساعت تېرۍ، وخت تېرۍ او یا لوبو کولو لپاره نه وي، بلکې ملګري باید ستاسو د پرمختګ او بریا لامل شي. ملګري باید داسې کسان وي چې له هغو کارونو څخه چې تاسو یې په ژوند کې د پرمختګ لپاره کوی، له تاسو سره همکاري وکړي او ومو هڅوي. ملګري باید تاسو ته ګټه ورسوي او ګټور ثابت شي. که ستاسو په ژوند کې داسې کسان وي، چې ستاسو لپاره ګټور نه وي، د بریا او پرمختګ لامل مو نه کېږي او دغه راز تاسو هم د هغوی لپاره بې ګټې یاست، بیا نو ښه ده چې پوښتنه ترې وکړئ، ولې در سره ملګري شوي دي؟

ملګري فضایي بېړۍ ته ورته دي. فضایي بېړۍ ته چې څوک ننوځي، باید اعتباري او وړ کسان وي، که نه، بیا له ستونزو سره مخ کېږي. تاسو باید واقعي او وړ ملګري ولری. زه ډېر کله په خپلو ویناوو کې ځوانانو ته د ملګرو پیدا کولو په اړه خبرې کوم. زه هغوی ته وایم، هر څوک نه شي کولای ستاسو ملګري شي، که ستاسو او ملګرو تر منځ مو مثبتې اغېزې موجودې نه وي، مانا دا چې پر یو بل مثبت اغېز نه شی کولای او یو بل ته ګټور نه شی ثابتېدای، نو ښه ده چې دا ډول ملګرتيا ته د پای ټکی کېږدئ. داسې کسان هم شته چې هغوی له تاسو سره د نورو غیبت کوي، خو تاسو لا هم په دې اند یی چې دوی ستاسو ملګري دي. زه اوس ستاسو سترګې خلاصوم، «که مو ملګری تاسو ته د نورو ملګرو غیبت کوي، نو باید پوه شی چې ستاسو همدغه ملګری بله ورځ ستاسو غیبت خپل ملګري ته کوي».

لازمه ده کله چې تاسو د ځان لپاره ملګري پیدا کوی، نو له پوره دقت څخه کار واخلئ، موخه مو باید یوازې د ملګرو پیدا کول نه وي، بلکې د وړ او صالحو ملګرو پیدا کول وي. له خلکو سره اړیکې ټینګې کړئ، ژوند ته یې پاملرنه وکړئ او له بریا سره یې مرسته وکړئ. که غواړی خپل نظرونه له یو چا سره شریک کړی، نو ښه ده چې لومړی ور سره ملګري شی. په ملګرتیا کې یوازې د ځان په اړه فکر مه کوئ، بلکې د مقابل لوري په اړه هم فکر وکړئ. موسکا مو له نړۍ سره شریکه کړئ، ځکه دغه څه د سولې او ملګرتیا نښه بلل کېږي.

ټولنیز اوسئ، زه د ټولنیزو شبکو مینه‌وال یم، خو ژوند نه ترې قربانوم. زه د ټولنیزو شبکو له لارې، له خلکو سره په اړیکه کې کېږم، له هغوی سره اشنا کېږم، له هغوی سره ګورم او کله چې ور سره ملګری شم، ډېر شیان ترې زده کوم. میلیونونه کسان شته چې ستاسو د ستونزې حل ور سره دی او زده یې دی. هغوی پیدا کړئ، ور سره ملګري شئ او اړیکه ور سره ټینګه کړئ.

ملګری مو د شخصیت ښکارندویي کوي او پر تاسو باندې دومره اغېز لري، چې لویان وایي: « ملګري دې راته معرفي کړه، هغه وخت بیا زه پرېکړه کولای شم چې ته څنګه شخصیت لرې».

که له منفي بافه ملګرو سره په اړیکه کې اوسی، نو دغه منفي بافي ستاسو ژوند ته هم ریښې کوي او له تاسو هم یو منفي باف او منفي فکره کس جوړېږي. برعکس که مثبت فکره ملګري ولری، ژوند به مو له خوښیو او پرمختګونو څخه ډک وي. که رښتیا ووایم، زه د خپلو ملګرو په شتون خوښ یم. کله چې له ستونزې او یا کوم خپګان سره مخ کېږم، نو له خپلو ملګرو سره یې شریکوم، دوی ما ته لارښوونه کوي او د ستونزو په حل کې را سره مرسته کوي. ملګري مې وو چې زه یې لیکوالۍ ته وهڅولم، یو بل ملګری مې و، ما ته یې د وېب پاڼې جوړولو سپارښتنه وکړه او په دې برخه کې یې غوره مشورې راکړې، بل ملګری مې و، زه یې وهڅولم چې انلاین کتاب «د بریا لپاره اویا تګلارې» ولیکم. که تاسو دغه کتاب نه وي لوستی، زما سپارښتنه دا ده چې هرو مرو یې یو ځل ولولئ، زه ډاډه یم چې پښېمانه کېږی به نه. همدا ملګري مې وو چې زه یې په یو ډول نه، یو ډول وهڅولم او انګېزه یې راکړه. موږ چې هر وخت په خپل منځ کې ځینې مشورې کوو، یو څه شریکوو او یوې پایلې ته رسېږو، دومره د خوښۍ احساس کوو او خوشالېږو، چې پوښتنه یې مه کوه. زه نه پوهېږم که له ما سره دغه ښکلي ملګري نه وای، زه به اوس چېرته وم او په څه حالت کې به وم. ښه ملګري ګټور ثابتېږي. ما ته خو مې ملګري اوس داسې ښکاري لکه د کورنۍ غړي؛ ځکه ما له دوی څخه ډېر څه زده کړي دي، کېدای شي زما خیر هم ور رسېدلی وي، که نور نه وي په ملګرتیا مې افتخار کوي. زه ما دوه ملګري دي «ناوي او وایز» زه واقعاً د دوی پر ملګرتیا ویاړم او د خدای پاک شکر ادا کوم. دوی دواړه زما ډېره خواږه او نږدې ملګري دي. ملګري د ژوند یو نعمت دی او زه له دې نعمت څخه برخمن یم.

ملګري باید اجباري یا د ځان په بیه نه وي. که مو له یوه چا سره د ملګرتیا هڅه وکړه، خو هغوی نه غوښتل چې در سره ملګري شي، نو فشار مه پرې راوړئ او ځان په زور مه ور سره ملګري کوئ. په ډېره مهربانۍ له هغوی څخه ځان راټول کړئ او د یوه بل ملګري په لټه کې شئ. تاسو باید د دې لپاره ځان بدل نه کړئ او بدلون پکې رانه ولئ چې ګواکې د نورو د تایید وړ وګرځی او خوښ یې شی. زه داسې مېرمنې پېژنم، د دې لپاره چې د یوې ځانګړې ډلې پام ور واوړي او خوښې یې شي، په ظاهري او باطني ډول په ځان کې ډېر زیات بدلون راولي. دوی د ځان لپاره یو غیر واقعي شخصیت جوړوي. دا ضرور نه ده. ولې د دې لپاره چې د نورو خوښ شی، خپل شخصیت ته بدلون ورکړئ؟ تاسو باید هغه ډول اوسئ چې یاست، که څوک ستاسو د ملګرتیا وړ وي، ځان درته نږدې کوي. له داسې کسانو سره ملګري وکړئ، چې ستاسو مثبت اړخونه پیاوړي کوي، نه له هغوی سره چې یوازې په منفي اړخونو پسې مو یې را اخیستې وي او تخریبوي مو.

سیمون سیک وایي: «ملګري د برابرۍ معادله نه ده او نه هم دا ده چې یو څه راکړه او یو څه به درکړم، بلکې ملګرتیا او دوستي له احساساتو او عواطفو څخه سرچینه اخلي. داسې چې پوه شی، کله چې له ستونزو سره مخ کېږی، څوک به در سره مرسته کوي. پرته له دې چې په دې برخه کې زمان او مکان اهمیت ولري».

ملګري کېدای شي د ورور او خور په څېر وي، چې خدای پاک ستاسو له هغې کورنۍ چې وینه مو سره شریکه ده، بېرون پیدا کړي وي.

دوستي او ملګرتیا ډېره ارزښتناکه ده. داسې یو څه نه ده چې تر لاسه یې کړې او له یو څه وخت وروسته یې هېره کړې. ملګرتیا یانې باور، متقابل درک او مینه. په هېڅ ښوونځي او پوهنتون کې تاسو ته ملګرتیا نه تدریسېږي؛ خو له دې سره سره که تاسو د دوستۍ او ملګرتیا مفهوم درک نه کړی، په اصل کې مو هېڅ شی هم نه دي زده کړي.

جان وودن وایي: «له ځان سره رښتیني اوسئ، له نورو سره مرسته وکړئ، هره ورځ مو پر یوه شهکار بدله کړئ، ملګرتیا مو پر یوه تل پاتې هنر بدله کړئ، ښه کتابونه ولولئ، په ځانګړې توګه مذهبي او معنوي کتابونه، د خپلو سختو ورځو لپاره تکیه ګاه ولرئ، څه شی چې خدای پاک درکړي دي، شکر پرې وباسئ او هره ورځ له خدای پاک څخه د هدایت غوښتونکي اوسئ.» همدا نن د چکر لپاره بېرون ته ووځئ او په مخه درتلونکو کسانو ته موسکي شئ. د بېلابېلو فرهنګونو او ملتونو له خلکو سره ملګري شئ. خوښ ژوند وکړئ او له ملګرو سره هم په خوښۍ ژوند تېر کړئ، په خپل او د نورو په ژوند کې ګټور ثابت شئ. زه هم ستاسو ملګری یم.

که مو ملګري ته اړتیا درلوده، کولای شی پر ما هم حساب وکړئ. له ما سره په اړیکه کې اوسئ او پرېږدئ چې له یو بل سره په اړیکه کې اوسو او ملګرتیا جوړه کړو. راځئ د یو او بل په ژوند کې رول ولرو او له ځانه ښې خاطرې پرېږدو.

Share96Tweet11Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In