د فرانسې بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې د فرانسوي ژبې د یوه مرکز د تړل کېدو په غبرګون کې به په پاریس کې د ایران سفیر احضار او «مناسب اقدامات» ترسره کړي. د رویټرز د راپور له مخې، د فرانسې بهرنیو چارو وزارت د دغه مرکز تړل د فرانسې پر کلتوري حضور «نه منل کېدونکی» اقدام بللی دی. ایران بیا ویلي چې دغه مرکز د ژبې د زدهکړې تر پوښښ لاندې په ناقانونه فعالیتونو بوخت و او د تهران د څارنوالۍ په حکم تړل شوی دی. د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو میاشتو کې لا ترینګلې شوې دي. ایران دوه فرانسوي ډیپلوماټان نیولي او وروسته یې له هېواده ایستلي، چې فرانسې هم په متقابل اقدام کې دوه ایراني ډیپلوماټان له خپلې خاورې ایستلي دي.































