د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو وايي، هېواد یې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره په تخنیکي برخو کې خپلو اړیکو ته دوام ورکوي، خو دا تعاملات د ا.ا د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي. بارو زیاته کړې، چې فرانسه له ا.ا سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو اراده نه لري؛ خو د راتلونکي جنورۍ په میاشت کې به ۵۰ افغان نجونې د دغه هېواد په پوهنتونونو کې ومني او د راتلونکي کال په سپټمبر کې به افغان محصلینو ته ۳۵ تحصیلي بورسونه هم ورکړي. نوموړي همداراز ویلي، فرانسه به د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي چې د دغه هېواد د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د فرانسې عامه نظم ته ګواښ پېښوي.































