په هرات ولایت کې د ټاپي ګازو نللیکې د غځولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې چې پاتې چارې یې په راتلونکو ۴۰ ورځو کې پای ته ورسېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هرات کې د دغې پروژې ۱۵۰ کیلومتره مسیر هوار شوی، ۱۳۴ کیلومتره د څارنې سړک جوړ شوی او ۱۳۶ کیلومتره د ګازو نللیکه غځول شوې ده. مسوولان وايي، د ګازو د وېش د فرعي شبکې د جوړولو چارې هم وروستي پړاو ته رسېدلې او د اړینو ځمکو د حقوقي پړاوونو بشپړولو بهیر روان دی. ټاکل شوې چې د ټاپي پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته هر کال ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز ولېږدوي.































