قطر او کاناډا هوکړه کړې، چې دوحه به په افغانستان کې د کاناډا د «ګټو د ساتونکي» په توګه په دغه هېواد کې مېشتو کاناډايي وګړو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي. د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، کاناډايي وګړو ته دغه خدمات نه وو وړاندې شوي. دا هوکړه په داسې حال کې شوې، چې قطري چارواکو د چهارشنبې په ورځ په اوتاوا کې د پانګونې د ساتنې تړون هم لاسلیک کړ؛ هغه تړون چې له څو میاشتو راهیسې یې په اړه په ښکاره خبرې روانې وې.































