د شي جين پينګ ځانګړي استازي او د دولت سپورټي چارو عمومي ادارې مشر ګاو جه دان د سینګال جمهوریت د حکومت په بلنه، د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د سنیګال په پلازمېنه ډاکار کې د ځوانانو د ۴م اولمپیک لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
د سینګال ولسمشر باسیرو فایي په همدې ورځ له ښاغلي ګاو جه دان سره وکتل.
ګاو جه دان فایي ته د رئیس شي جين پينګ سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړې او و یې ویل، چین له سنیګال او افریقا سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري، غواړي د چین او سنیګال د هراړخیزو ستراتیژیکو اړیکو معنا لا جامع کړي، د سولې، یووالي او ټولشمولیت د هڅولو په برخه کې د اولمپیک لوبو ځانګړی رول وکاروي، څو په نوې زمانې کې په ټولو فصلونو کې د چین او افریقا د ګډ برخلیک د ګډې جوړونې لپاره لا زیات خدمتونه وکړي.
فایي د ګاو جه دان له لارې رئیس شي جين پينګ ته صمیمانه سلامونه ولیږل. هغه چین د سنیګال له تر ټولو مهمو همکارانو څخه یو بللی او له شي جین پينګ او د چین حکمومت څخه یې مننه وکړه چې له اوږدمهال راهیسې د سنیګال د اقتصاد او ټولنیز له پرمختګ او د ځوانانو د سږنیو اولمپیک لوبو له کوربتوب ستر ملاتړ یې کړی و.































