پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

لویه څارنوالي:د ټاکنیزو جرایمو او درغلیو په اړه له ۱۹ ولایتونو ۸۱ قضیې را رسېدلې

دسمبر 18, 2018
in افغانستان
0 0

لویه څارنوالي وايي، تر اوسه ورته د ټاکنیزو درغلیو او جرایمو په اړه له ۱۹ ولایتونو ۸۱ قضیې رسېدلې چې په تړاو يې ۲۳۰ کسان تورن او مجرم ګڼل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېدرسولي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، په تذکرو کې تزویر، د دغو تذکرو لېږد او کارول، د ټاکنیزو سټېکرونو خرڅول، د ټاکنیزو اساسو مواد غلا، د محلونو د چارو اخلالول او داسې نور هغه موارد دي چې عاملین یې نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

ده وویل، دا د هغه پلاوي ارزونې دي چې ټاکنیزو شکایتونو ته په پام د لویې څارنوالۍ په مشرۍ د جمهوري ریاست له خوا د هېواد ۱۹ ولایتونو ته ګومارل شوی و.

نوموړي په دې اړه وویل: «تر اوسه چې د کابل په ګډون په ۱۹ ولایتونو کې د انتخاباتو او د انتخاباتي جرایمو اړوند پېښې شوي، په مجموع کې ۸۱ قضیې لوېې څارنوالۍ ته رسېدلې چې وڅېړل شي. په دغو قضیو کې ۲۳۰ کسان تورن دي.»

رسولي دغه راز وویل، په دوی کې ۲۲ کسان د ټاکنو کارکوونکي، ۳۲ د ملکي او نظامي ارګانونو منسوبین، ۴ د ولسوالیو د شوراګانو کاندیدان او ۱۵۵ عام وګړي دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند دا هم وویل، د ټاکنو په پروسه کې په ټول هېواد کې ۵۵۴ تذکرې تزویر شوې او د پکتیکا په ولایت کې د ټاکنو د اساس په ۷ ټوکه کتابونو کې ګوتې وهل شوې چې د ټولو په اړه جدي ارزونې او څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال، ګڼو سیاسیونو، د سیاسي ګونډونو ملي ائتلاف، مدني ټولنې، د ملي شورا غړو او عامو خلکو په وار وار، د ټاکنو په پروسه کې پر درغلیو انتقادونه کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم ویلي چې د دې پروسې اړوند یې زرګونه شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د ازادو اوعادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي ریيس یوسف رشید له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لويې څارنوالۍ دغه هڅه ستایلي، خو ټینګار کوي چې دغه اداره دې د کشفي او امنیتي ارګانونو په مرسته د ټاکنیزو درغلیو نورې قضیې هم کشف کړي.

رشید وویل:«د دغه فساد کچه ښايي ۸۰ قضیو پورې محدوده پاتې نه شي. له لویې څارنوالۍ نه هیله ده چې دغه قضیې یوازې په ولایتونو کې د ټیټ پوړو کسانو په سطحه په پام کې ونه نیسي، بلکې مهم دا دی چې هغه کاندیدان چې په دغه پروسه کې په رشوت کې دخیل وو، هغوی هم باید مستثنا نه شي.»

رشید وويل، لویه څارنوالي باید د ټاکنو په پروسه کې د تورنو او مجرمینو په اړه د خپلو څېړنو نتایج خلکو ته اعلان کړي، تر څو خلک پر عدالت او د حکومت پر حاکمیت باوري شي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران؛ هرمز تنګي ته څېرمه پر ۱۰ بېړیو د برید خبر ورکړی

سپتمبر 10, 2026

م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

سپتمبر 10, 2026

د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سپتمبر 10, 2026

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In