د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې یې ګڼې هڅې کړې دي. مجاهد له ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، له پاکستان پرته، چې په وروستیو کې یې له افغانستان سره په اړیکو کې ستونزې رامنځته شوې دي، ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري. د نوموړي په وینا، له اسلامي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو، چین او روسیې سره هم د افغانستان اړیکې ښې دي. هغه زیاته کړې، ا.ا له نورو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او هڅه کوي موجودې ستونزې په تدریجي ډول حل او د هېوادونو باور ترلاسه کړي.































