د منځني ختیځ د روان کړکېچ او نړیوالو اقتصادي ننګونو سره سره، چین د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د نوې انرژۍ موټرو په تولید او صادراتو کې د پام وړ وده ثبت کړې ده. د چین د موټرو جوړونکو ټولنې د شمېرو له مخې، د روان کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې چین ۱۲ میلیونه او ۴۸۳ زره برقي او پلګاېن هایبرېډ موټر تولید کړي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي. په همدې موده کې د دغو موټرو صادرات ۴ میلیونه او ۶ زره ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۱۲۷.۹ سلنه زیاتوالی دی. دغه شمېرې ښيي چې چین د نړیوالو اقتصادي فشارونو سربېره د نوې انرژۍ موټرو په تولید او نړیوالو بازارونو کې خپل حضور پراخ کړی دی.































