یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

نبیل: د سیمې او پاکستاني استخباراتو کسان په حکومتي ادارو کې په دندو ګومارل شوي

جولای 26, 2020
in افغانستان
0 0

په حکومتي ادارو کې د سیمې د هېوادونو په تېره د پاکستان د استخباراتي ادارې کسان ګومارل کېږي، هغه ادعا ده چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې کړې ده.

نوموړي خبریالانو ته وویل چې پاکستان د افغانستان له سولې لنګه غوا جوړه کړې او بې حده سیاسي او اقتصادي ګټه ترې کوي. نوموړي دغه راز وویل چې حکومت د سولې او پیاوړي حکومت د جوړولو په برخه کې هم د پام وړ اقدام نه کوي او په وینا یې هېواد په ښه لوري نه دی روان. نبیل حکومت پر ډیورنډ فرضي کرښه پر معامله هم تورن کړ.

سره له دې چې پر افغان حکومت نیوکې دي، چې پاکستان ته نږدې شوی، خو اوس تازه د ملي امنیت پخوانی رییس وایي چې افغان حکومت له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه معامله کړې ده. رحمت الله نبیل د واک پر مهال پیاوړی استخباراتي شخص بلل کېده او تر ډېره یې پاکستان ضد دریځ درلود. دی وايي چې افغان حکومت پر ډیورنډ فرضي کرښه معامله کړې او که داسې نه وی، نو حکومت باید د هغه څه په اړه ولس ته معلومات ورکړي وی چې همدا اوس د پاکستاني حکومت له لوري پر یاده فرضي کرښه روان دي.

نبیل دغه راز وایي چې د افغانستان د حکومت په بېلا بېلو ادارو کې د سیمې د استخباراتو، په تېره د پاکستان د استخباراتو کسان ګومارل شوي دي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د ده په خبره، دا په ښکاره په افغانستان کې د پردیو په لاس یوه روانه استخباراتي جګړه ده چې حکومت یې پر وړاندې چوپ دی. هغه زیاته کړې‎، پاکستان د افغانستان له سولې او افغان حکومت ډېر امتیازات اخیستي دي، خو اوس ان په حکومت کې په ځینو مقرریو کې هم د دوی نظر چلېږي. د ده په وینا، ځينې کسان ښايي د پاکستان په مشوره او لارښوونه په حکومت او ځينو ادارو کې مقرر شي. د نبیل په وینا: ((اوس پاکستان هم له حکومته امتیاز اخلي. امتیازونه یې واخیستل، تاسې پوهېږئ چې زه څه وایم؟ د اغزن مزي امتیاز یې واخیست، سوداګریز او اقتصادي امتیاز یې واخیست او حتا په ځينو موردونو کې په مقرریو کې هم لاس لري)).

د حکومت دغه پخوانی چارواکی د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ تاسیسات د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې، که حکومت په دې تړاو له پاکستان سره معامله نه ده کړې، نو ولې یې یا په اړه ولس ته وضاحت نه ورکوي او یا یې پر وړاندې اقدام نه کوي. د ده په خبره، ډیورنډ یوه ملي داعیه ده او افغان حکومت باید د یوه مسوول حکومت په توګه په دې اړه د ولس اندېښنو ته ځواب ووايي.

رحمت الله نبیل د سولې د مسئلې په اړه هم وویل چې د افغانستان سوله د سیمې د هېوادونو په تېره د پاکستان لپاره په یوه لوبه او سوداګرۍ بدله شوې ده. د ده په خبره، پاکستان داسې لوبه کوي چې هر څه د دوی په ګټه روان دي. هغه وايي، د سولې په مسئله کې د ویټو حق لري، خو د هغو ترګرو ډلو او وسله والو په اړه هېڅ راز فشار نه ورباندې راوړل کېږي چې په پاکستان کې فعالت کوي او پراخ مرکزونه لري. د نبیل په خبره، سوله اوس د پردیو په واک کې ده او د دوی په ګټه مخ ته وړل کېږي: ((وس وینم چې زموږ سوله هم نیابتي شوې. نیابتي سوله په دې معنا چې د افغانستان خلک په دغې سوله کې هېڅ ډول دخالت او ګډون نه لري)).

نبیل په حکومت کې د ځينو داسې مقرریو خبره هم کوي چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف دي. د ده په خبره، ولسمشر او ځینو کړیو داسې کسان په دنده ګومارلي چې دوی پراخ فساد کوي، خو له دوی د پوښتنې څوک نشته. هغه وايي: ((د ملي بانک رییس شخصیت ته په درناوي سره اوس خلک همدا اندېښنه لري چې وايي دا یې د تورو پیسو د سپینولو لپاره راوستی دی)).

تر دې وړاندې هم داسې ادعاوې شوې چې ګواکې حکومت په ظاهره د پاکستان د انزوا خبرې کوي، خو په حقیقت کې پاکستان له امریکا، افغان حکومت او روسیې د سترو امتیازونو د اخیستلو په حال کې دی.

Tags: featured
Share9Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In