د امريکا او چین ترمنځ د اړیکو د ملي کمېټې رئیس سټیفن اورلینز ويلي، امريکا ته د رئیس شي جين پينګ سفر په دې معنا دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ به لا پیاوړی شي. هغه هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه به په سوداګرۍ او پانګونه کې لاسته راوړنې ولري. “موږ باید په عملي ګامونو ټولو ته ثابته کړو، چې د امريکا او چین ترمنځ رغنده اړیکې د دواړو هېوادونو خلکو ته واقعي ګټې رسولی شي. “

د امریکا او چین د سوداګرۍ د ملي کمېټې رئيس سين سټېن ويلي: “هیله لرم چې امریکا او چین ستراتیژیک ثبات وساتي، متقابل باور پیاوړی کړي او د نظريو تبادلې زیاتې کړي. چین ګڼ شمېر مستعد کسان، بشپړ اکمالاتي ځنځیر او دغه راز ډېرې نوښتګرې تصدۍ لري. موږ غواړو چې له هغوی سره ګډې همکارۍ وکړو او ملګرتيا ورسره ټينګه کړو او باور لرو، چې د همکاريو لپاره به لا زيات فرصتونه رامنځته کړو. “

امریکايي متشبث ايلون مسک رئیس شي جين پينګ يو وتلی مشر بللی او ويلي يې دي: “چين د رئیس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې خورا لوی پرمختګونه موندلي او زه يې شاهد يم او د امریکا او چین ترمنځ د ګډې سوکالۍ دورې ته سترګې په لار يم. “































