یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

نړیوالې ټولنې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې د چین اقدامات ستایلي

جولای 17, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په ۷۵مه عمومي اسامبلۍ کې له نړيوالې ټولنې سره ژمنه وکړه، چې هېواد به يې تر خپلې وسې پورې کوښښ وکړي چې له ۲۰۳۰م کال مخکې د کاربن ایستلو اندازه اوج ته ورسيږي او له ۲۰۶۰م کال مخکې د کاربن خنثی کولو بهیر بشپړ کړي. شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د اپرېل په ۲۲مه نېټه د اقليمي بدلون د مخنیوي سرمشريزه کې اعلان وکړ، چې چين به ياده موخه د دغه هېواد د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ په عمومي طرحه کې شامل کړي او په باراز کې د کاربن د انتشار تجارت بازار پرانیستی. د ۲۰۲۱م کال د جولای په ۱۶مه نېټه، د چين د کاربن ايستنې د سوداګرۍ بازار په رسمي توګه فعال شوی. دا کار د کاربن ايستنې په اړه د دوو عمده موخو د پوره کولو لپاره د چين مهم اقدامات بلل کيږي. نوموړی بازار په تېرو دوو کلونو کې ښه او سالم روان و او د لومړۍ مرحلې برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د جولای تر ۱۳مې نېټې پورې په دغه بازار کې د ۲۴۰ ميليونو ټنو په اندازه د کاربن ايستنې د ونډو معاملې تر سره شوې او عمومي ارزښت يې ۱۱ ميليارډو يوانو ته رسېدلی دی. د دغه بازار له پرانيستنې وروسته، چيني تصديو د کاربن ايستنې د کمولو په اړه پېژندنه لوړه کړې او د انرژۍ د سپما او د کاربن ايستنې د ټيټوالي په چارو کې يې څرګند ابتکار ښودلی دی.

د اقليمي بدلون پر ضد د ستراتيژيکو څېړنو او نړيوالو همکاريو د مرکز اقتصاد پوه جانګ شين په دې نظر دی، چې د چين د کاربن ايستنې د سوداګرۍ بازار اوج ته د کاربن ايستنې اندازې د رسولو او د کاربن د خنثي کولو د موخو پوره کولو لپاره مهم ارزښت لري. نوموړي وويل، لومړی، دغه بازار د بازار د ميکانيزم په وسيله د کاربن ايستنې په برخه کې د اړوندو صنايعو د تصديو مسوؤليت روښانه کړی او دغه تصدۍ يې هڅولې، چې په صنعتي جوړښت او د انرژۍ د استعمال په جوړښت کې د کاربن ايستنې د ټيټوالي موخې ته ورسيږي. دوهم، دغه بازار به هغو صنايعو ته د پانګو ننوتنه وهڅوي چې د کاربن ايستنې د ټيټوالي په برخه کې بالقوه وړتیا لري، تر څو د چاپيريال ساتنې او د کاربن ايستنې د ټيټوالي په اړه د پياوړو ټېکنالوژو نوښت تحريک کړي. درېيم، د کاربن د لوړې ايستنې صنايع به ګام په ګام په دغه بازار کې برخه ولري. دغه بازار به په چين کې د کاربن ډای اکسایډ(carbon dioxide) د ايستنې په کنټرول کې مهم رول لوبوي.

چين له تېرو څو کلونو راهسې د اقليمي بدلون پر ضد فعاله دولتي ستراتيژي غوره کړې، د اړوندو تګلارو سيستم يې جوړ کړی او يو لړ تدبيرونه يې نيولي دي. چين د يادو اقداماتو له لارې د اقليمي بدلون په مخنیوي کې برياليتوبونه تر لاسه کړي او په ټولنه کې يې د کاربن ايستنې د ټيټوالي په اړه د خلکو ګډ توافق جوړ کړی دی.

نړيوالې ټولنې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د چين د اقداماتو ستاينه کړې. په دې وروستيو کې، د جاپان پخواني لومړي وزير يوکيو هاتوياما (Yukio Hatoyama) د چين په ګوی يانګ ښار کې د ايکولوژيکي تمدن د ۲۰۲۳م کال نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو اقتصادي پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی او ايکولوژيک سيستم ته يې زيانونه رسولي دي، خو چين د اقتصادي پرمختګ په عين وخت کې د ايکولوژيکي تمدن ابادۍ ته په درنه سترګه ګوري او په خپلو کړنو کې يې هغه مفکوره عملي کړې، چې پاکې اوبه او زرغون غرونه د شتمنۍ سرچينې دي.

په چين کې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان جګ پوړي سلاکار های بو له خبريالانو سره مرکه کې ويلي، چې اوج ته د کاربن ايستنې اندازې د رسولو او د کاربن د خنثی کولو په اړه د چين وړاندې شوې موخې په نړۍ کې د کاربن ايستنې د کموالي لپاره خدمتونه دي. چين د نويو انرژيو د استعمال په برخه کې د نړۍ مخکښ ځای نيولی او ډېرې زياتې ګټورې تجربې او اقدامات له نورو هېوادونو سره شريکولی شي.

د ګوانګ دونګ د اقتصاد او ماليې پوهنتون په اقتصادي انسټيټيوټ کې د بنګلادېش مرستيال پروفېسير جيراج احميد بهويان (Miraj Ahmed Bhuiyan) وويل، چې چين د نړۍ له لويو اقتصادونو څخه دی او هم د چټک اقتصادي پرمختګ له هېوادونو څخه دی. دغه هېواد د اقليمي بدلون پر ضد مبارزې کې ټينګ هوډ ښودلی او تجربې او اقدامات يې د نورو پرمختيايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In