شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړۍ

نړۍ خپلواکې اروپا ته اړتيا لري

اپریل 26, 2022
in نړۍ
0 0

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د اپريل په ۲۴مه نېټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی اعلان شوی او د فرانسې د ولسمشر په توګه به خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

 فرانسه د اروپايي ټولنې مهم غړی هيواد دی او هم د اروپا د يووالي د جريان او ستراتيژيکې خپلواکۍ د کليدي قوت په توګه بلل کيږي.

نړيوالې ټولنې په اروپايي وچه کې د جنګ د بيا رامنځته کېدو په درشل کې د ايمانويل مکرون بيا ټاکل کېدو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

د اروپايي شورا رئيس چارليز ميشل ويلي، چې په روانې ناارامې زمانې کې دغسې فرانسې ته اړتيا ده، چې پر ځان بسيا وي او ثابته کړي، چې د اروپايي ټولنې د خپلواکۍ لپاره خدمتونه کوي.

فرانسه پر ځان بسيا او په بهرنيو چارو کې د خپلواکۍ دود لري. ولسمشر مکرون  د خپل ماموريت په لومړۍ دورې کې د فرانسې او اروپا د ستراتيژيکې بسيا توان د لوړوالي لپاره ډېرې هڅې کړي او په دې لټه دی، چې پر ملګرو هېوادونو اتکا کمه کړي.

کله چې فرانسې د تېر کال په سپتمبر کې د امريکا، بريتانيا او استراليا ترمنځ د اوتبل د همکاريز تړون له امله د ۶۵ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د استراليا سپارښتنه له لاسه ورکړه، مکرون ناهيلی شو او و يې ويل، چې امريکا تل خپلو ستراتيژيکو ګټو ته پاملرنه کوي، اروپايان بايد نور له ماشومانه نظريو څخه ډډه وکړي، له خوبه  بايد بيدار شي او د بادارۍ د فشار پر وړاندې دې د خپل ځان د ثابتولو توان څرګند کړي.

مکرون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له فرانسويانو سره ژمنه کړې، چې د ماموريت د لومړۍ دورې تګلارو ته به دوام ورکړي او د لا خپلواکۍ او پر ځان بسيا فرانسې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي. نوموړي پر همدغې ادعا د فرانسويانو ملاتړ  خپل کړی دی.

داسې ښکاري، چې مکرون به د ماموريت په دوهمې دورې کې له يو لړ ننګونو سره مخ وي او په تېره بيا د ده دريځ به د اوکراين مسئلې په تړاو په ډاګه کيږي، چې هغه به څنګه د دې مسئلې په اړه د فرانسې او امريکا د ګټو اختلافات حل کوي؟

د خبرو اترو له لارې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې حل د فرانسې له ګټو سره سمون لري.

 مکرون څو څو ځلې ويلي، چې د تاوتريخوالي له سختېدو څخه بايد ډډه وشي، خو اروپا د امريکا په لمسون پر روسيې بنديزونه زيات کړي او اوس خپله د دغو کړنو له معکوسو اغېزو سره مخ ده.

د اروپايي ټولنې د شمېرنې له مخې، په تېر مارچ کې د يورو استعمالوونکو هېوادونو د پيسو پړسوب درجه ۷ اعشاريه ۴ سلنې ته لوړه شوې او نوی لوړ ريکارډ يې جوړ کړی دی. په دغو هېوادونو کې د انرژۍ او خوراکي موادو بيې په لوړېدو او د دې ستونزو په اړه د اروپايانو  شکايتونه  هم په ډېرېدو دي.

اروپا د امريکا د مجبورۍ له امله د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې قرباني او زيانمنه شوې ده، خو امريکا د اوکراين بحران د بنسټګر په توګه له دغه بحران څخه بيا ښې ګټې اخيستې دي، له يوې خوا يې ترې ډېرې پيسې ګټلي او پر روسيې يې فشارونه زيات کړي او له بلې خوا يې پر خپل ځان د اروپا اتکا ډېره کړې ده.

امريکا د اوږد مټ واک (long-arm jurisdiction) د اقداماتو له لارې پر اروپايي تصديو محدوديتونه او د خپل ملي امنيت په نوم يې پر اروپايي وارداتي توليداتو ګمرکي ماليات زيات کړي او بل د جنګ په ډګر کې د خپلو ملګرو هېوادونو له خبرولو پرته يې افغانستانه خپل ځواکونه وايستل. د امريکا له يادو کړنو ښکاري، چې دغه هېواد د خپلو ګټو په وخت کې خپل ملګري  هيروي او هيڅ پاملرنه ورته نه کوي.

اروپا بايد مناسب ګامونه پورته کړي.

اروپا بايد له چين سره د اړيکو په چارو کې له ذکاوت او هوښيارۍ کار واخلي او په سمه توګه دې چين وپېژني او اړيکې دې ورسره وپالي.

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې وندي شرمن په دې وروستيو کې له اروپايي ټولنې څخه د ليدنې پر مهال پر چين بې بنسټه تورونه لګولي او له دې لارې غواړي، چې د خپل مط‎لق خونديتوب او بادارۍ د ساتلو لپاره په خپله دسيسه کې اروپا، روسيه او چين حساب کړي. اروپا بايد د امريکا د دغه چل پر وړاندې بيداره واوسي.

اروپايان بايد د اروپا برخليک په خپل لاس کې ولري او ايمانويل مکرون بايد د اروپا د ستراتيژيکې خپلواکۍ ادعا عملي کړي. نړۍ خپلواکې اروپا ته اړتيا لري او اروپا مسئوليت لري، چې ناارامې نړۍ ته ثابت او څرګند عوامل برابر کړي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026

شي جين پينګ نوي ډيلي ته ورسېد

سپتمبر 12, 2026

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026

چين مېډيا ګروپ د اردن له پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز سره ځانګړې مرکه وکړه

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In