د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د نومبر په ۱۳مه نېټه په بېجینګ کې د کوریا جمهوریت له بهرنیو چارو وزیر چو هیوان سره ولیدل.
وانګ يي وویل، د تېر کال له پای راهیسې، رئیس شي جين پينګ له ولسمشر لي جای میونګ سره یو بل ته سفر کړی، په دې سره د چین او کوریا جمهوریت اړیکې بیا ښه والی موندلی او د پرمختګ سم مدار ته بېرته رسېدلې. سږ کال د دواړو هېوادونو سوداګریز ارزښت بیا نوی ریکارډ جوړ کړی دی. چین غواړي له کوریا جمهوریت سره د عنعنوي همکارۍ پر بنسټ په نویو ساحو کې همکارۍ لا نورې پراخې کړي او زیاتې ګډې ګټې ومومي.
ښاغلي چو هیوان وویل، د یو چین د پېژندنې په اړه د کوریا جمهوریت حکومت دریځ ثابت او نه بدلېدونکی دی. کوریا جمهوریت غواړي له چین سره دوه اړخیزې همکارۍ نورې وهڅوي او خلکو ته نورې زیاتې ګټې ورسوي.
همدارنګه وانګ يي په همدې ورځ په بېجینګ کې د امریکا له هغو استازو سره هم وکتل چې د ۲۰۲۶ کال د چین او امریکا د سیاسي ګوندونو په ډیالوګ کې ګډون لري.































