چهارشنبه, اکتوبر 28, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کانونو او پټرولیم وزارت کې د اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پیل شو

    د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د مالیزیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

    افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ۱۵۰۰ ډيرې الوتنې شوي

    حنفي: د پانګه‌والو د ملاتړ لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کانونو او پټرولیم وزارت کې د اسنادو ډیجیټلي کولو بهیر پیل شو

    د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د مالیزیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

    افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ۱۵۰۰ ډيرې الوتنې شوي

    حنفي: د پانګه‌والو د ملاتړ لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ولې د سعودي، ترکيې او پاکستان لوړ پوړو چارواکو ايران ته ناڅاپي سفرونه وکړل؟

اکتوبر 28, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د ايران، سعودي عربستان، ترکيې او پاکستان لوړ پوړو چارواکو د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د ايران په پلازمېنې تهران کې د سيمه ييز امنيت غونډه ترسره کړې ده. د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان هم په همدې ورځ د يادو درېيو هېوادونو له استازو سره لیدلي دي.

دا په اګست کې د مکې د ګډو دفاعي چارو تړون له لاسليک راهيسې د دغو درېیو هېوادونو او ايران ترمنځ لومړی لوړ پوړی ملاقات دی.

شنونکي وايي، د امريکا او ايران ترمنځ د شخړو د دوام او په يمن کې د اختلافونو د لا شدت په حال کې دغې ليدنې داسې مثبتې نښې ورکړي، چې ياد څلور هېوادونه غواړي په ډيپلوماتيکو لارو چارو سيمه یيزه ترينګلتيا کمه کړي، خو دغه لیدنه يې په لنډه موده کې د سيمه ييز امنيت وضعيت نه شی بدلولی.

د ايران د اسلامي جمهوریت خبري اژانس خبر ورکړی، چې دغه لیدنه د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سکرتر محسن رضايي په مشرۍ ترسره شوې او د سعودي عربستان د دفاع وزير خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ لوی درستيز عاصم منير او د ترکيې د استخباراتي ادارې مشر ابراهيم کالين په شمول ځينو لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون کړی و.

د ايران ولسمشر مسعود پزکشيان د اکتوبر په ۲۶مه نېټه  له ګډونوالو سره په ليدنې کې ويلي، چې هېواد يې په لوېديځې اسيا کې د سيمې يووالي، همکارۍ، امنيت او پرمختګ د پرمخبېولو په ګټه له هر ډول ګډو نظريو څخه ملاتړ کوي او هم د اسلامي هېوادونو د يووالي او همکاريو پر ضروريت ټينګار لري او په خبره يې څو اړخيزې همکارۍ به د سيمې د دواملرونکي امنيت د لا پياوړتيا بنسټ کېږدي.

نوموړي ويلي، ایران د سيمه یيزو اړيکو د واقعي بدلون د پرمخبېولو لپاره هڅې کوي او پر اسلامي هېوادونو غږ کوي چې په کورنیو چارو کې لاسوهنې او د بېلتون غوښتونکو د تګلارو په اړه ځيرک او بېدار واوسي.

د ایران خبري اژانس خبر ورکړی، چې څلور واړو په يوې اعلاميې کې د مشورو پر دوام موافقه کړې او په ټينګار يې ويلي، چې د سيمه ييزې سولې او امنيت د تضمين په برخه کې به خپلمنځي همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.

څلورو خواوو په منځني ختيځ کې د سختو حالاتو په درشل کې ليدنه کړې، چې رښتينې غوښتنې او ستراتيژيکې موخې لري.

سعودي عربستان خپل امنيت ته ډېره پاملرنه اړولې، ځکه په وروستيو کې حوثي وسله والو څو څو ځلې د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو په وسیله د سعودي د هوايي ډګرونو، د انرژۍ د تأسيساتو او پوځي اډو په شمول پر مهمو موخو بريدونه کړي او له دې لارې يې د دې هېواد ملي امنيت ګواښلی دی.

شنونکي پر دې اند دي، که څه هم سعودي عربستان د حوثي وسله والو پر وړاندې د جګړې لپاره د يمن له حکومتي ځواکونو څخه پوځي ملاتړ زيات کړی، خو په پوځي لارو چارو خپل امنيتي ګواښونه نه شي لرې کولی.

سیاسي کارپوهان بیا هيله مندي ښيي، چې د مکې تړون ګډونوال د ملګرو هېوادونو له لارې په ډيپلوماتيکو لارو چارو ايران قانع کړي، څو په سیمه کې کړکېچ پای ومومي او امنيتي فشارونه کم شي.

د سعودي عربستان د فيصل پاچا د څېړنو او اسلامي مطالعاتو مرکز مرستيال څېړونکي عمر کريم وايي، چې ايران له حوثي وسله والو سره نږدې اړيکې لري او سعودي عربستان په دې هڅه کې دی، چې د ترکيې او پاکستان د ډيپلوماتيکو اغېزو په اتکا ايران وهڅوي چې د يمن د وضعيت د ښه والي لپاره مثبت رول ولوبوي.

ايران هم غواړي چې له امريکا سره شخړه پای ته ورسوي. خو امريکا په وروستيو کې څو ځلې ويلي، چې پر ايران به بیا پوځي بريدونه پيل کړي.

د امريکا خبري اژانس د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د يوه امریکايي چارواکي په قول ويلي، چې ولسمشر ټرمپ ښايي په راتلونکې اوونۍ کې تر منځمهالو ټاکنو وروسته پر ايران د نوي پړاو بريدونه پيل کړي.

د عامو افکارو په اند، ایران هيله لري چې د پاکستان په شمول د سيمې هېوادونه د منځګړيتوب رول ولوبوي او پر دې هېواد د امريکا د بيا بريدونو ننګونې کمې کړي.

سربېره پردې که امريکا بيا له ايران سره جګړه پيل کړي او په يمن کې جنګي حالت شدت ومومي، نو دا به هرومرو د پاکستان او ترکيې امنيتي او اقتصادي ګټو ته زیانونه ورسوي. دواړه هېوادونه په ډيپلوماتيکو چارو کې د همغږۍ فعال رول لوبوي، چې دا نه يوازې په سيمه يیز امنيت کې د دوی د اغېزو د لا پياوړتيا، بلکې د سعودي عربستان او حوثي وسله والو ترمنځ د شخړو د کمښت لپاره هم ګټوره چاره ده.

دغې څلور اړخيزې لیدنې دا نښې ورکړي، که ټولې خواوې په ډيپلوماتيکو لارو چارو ګډو نظريو ته ورسېږي او ستونزې هوارې کړي، نو په سیمه کې روانه ترينګلتيا به کمه شي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ایران مذهبي مشر له محسن رضایي سره د هرمز تنګي د کنټرول په اړه خبرې کړي

اکتوبر 28, 2026

مېلانيا ټرمپ: روسيې او اوکراين په اوليشکي کې اوربند وکړ

اکتوبر 28, 2026

د طبیعي ګاز د صادرونکو هېوادونو فورم په اتمې سرمشريزې کې د «مسکو اعلامیه» خپره شوه

اکتوبر 28, 2026

امريکايي ځواکونو په ختيځ ارام سمندر کې د نشه يي توکو پر قاچاق وړونکې کښتۍ بريد کړی، ۵ کسان يې وژلي

اکتوبر 28, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In