ټرمپ چې د امریکايي سرتېرو په یوه غونډه کې یې وینا کوله ویلي د دوی ځواکونه بریالي شول چې د نړۍ د یوې سترې او خطرناکې ترهګرې ډلې مشر ووژني او په خبره یې ځایناستی یې هم د دوی له سرتېرو نه شي پټېدلی. نوموړي دغه راز د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د خپلو ځواکونو وړتیا ستایلې ده او په خبره یې دوی بریالي شوي چې په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو خطرونه کنټرول کړي. ټرمپ همدا راز ټینګار کړی چې دوی به د نړیوال امنیت په تامین کې ونډه اخلي او وايي امریکایي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره تیار دي.































