چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ټرمپ ګټه کړې که تاوان؟

بي بي سي- پښتو

جنوري 22, 2020
in لیکنې
0 0

ډونالډ ټرمپ پرته له دې چې ځان یې د ګمرکي تعرفو پوه کس ښوولی، نور څه هم کړي او که نه؟

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګمرکي تعرفې، د پولادو له غیر عادلانه بیې نېولې بیا د ټکنالوژۍ پر لويو شرکتونو د فرانسې له لوري تر لگېدلو مالیو د خپلو سوداګریزو شریکانو پر ضد د وسيلې په توگه کاروي.

د سوداګرۍ دا جګړه تر ټولو ډېره له چین سره جوته ده، په دې لړ کې د چین د ۵۰۰ میلیاردو ډالرو پر کلنۍ سوداگرۍ تعرفه ولګول شوه.

د نړۍ د ستر اقتصاد لرونکي هېواد د ولسمشر په توګه ټرمپ چې ځان معامله کوونکى ياDeal Maker  بولي، ګمرکي تعرفې په خبرو کې د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي.

نو آیا ولسمشر ټرمپ دا ادعا کولی شي چې په دې برخه کې یې پرمختګ کړی؟ بي بي سي د نړۍ لر او بر کې دې مسئلې ته کتنه کړې.

چین

کله چې ښاغلي ټرمپ له چین سره د سوداگريزې هوکړې خبره په لومړي ځل په ډاګه کړه، هغه یې ” ډېره ستره او پراخه ” هوکړه وبلله. ده پر ټوېټر ولیکل: «دا د هېواد په تاریخ کې د امریکایي بزګرانو لپاره تر ټولو ستره او لویه هوکړه ده».

روانه اونۍ دواړه خواوو دا هوکړه لاسلیک کړه، خو ځینې پر دې قانع نه وو چې دا تړون دې هغسې وي لکه چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي. دا هوکړه د چین مرستیال صدر اعظم لیو هي او ښاغلي ټرمپ لاسلیک کړه.

خو د تازه لګول شویو تعرفو ډیره برخه پر ځای پاتې ده. امریکا به له چینه پر ۲۵ سلنه وارداتو چې ارزښت یې شاوخوا ۳۶۰ ملیارده ډالره کیږي، تازه لګول شوې تعرفي پر ځای پرېږدي او تمه کیږي چې چین هم په کال کې د څه باندې سلو میلیاردو ډالرو په ارزښت پر کلنیو وارداتو ګمرکي تعرفې پر خپل ځای وساتي.

د ټرمپ ادارې هم دا ومنله چې له هوکړې اصلي موخه نه ده تر لاسه شوې، نو ځکه یې هغه د هوکړې ” لومړۍ برخه” ونوموله.

شمالي امریکا

په ۲۰۱۸ ز کال کې امریکا، کاناډا او مکسیکو یوه هوکړه وکړه چې له مخې به یې د یو اعشاریه یو ټریلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کیږي.

دا تړون چې د دغو هېوادونو په اړوندو پارلمانونو کې یې د تصویب بهیر ورو روان دی، د هغې هوکړې ځای نیسي چې د شمالي امریکا هېوادونو تر منځ د ازادې سوداګرۍ لپاره په ۱۹۹۴ ز کال کې لاسلیک شوې ده او ښاغلي ټرمپ ” تر ټولو ناوړه ” بللې وه.

که څه هم د هوکړې نوم بدل شوی، خو ډېر څه پر خپل ځای پاتې دي، البته ځینې بدلونونه د یادولو دي لکه د کاریګرو په برخه کې سختې مقررې او تر هغه هم سخت اقدامونه په يوه هېواد کې د بل هېواد لپاره د موټر د پُرزو جوړولو شر وړاندې پام کې نيول شوي دي.

خو شنونکي وايي، باید انتظار وشي چې دا څومره مهم دي.

جاپان او شمالي کوریا

واک ته له رسېدو وروسته، د ښاغلي ټرمپ له لومړیو کارونو یو دا و چې د ارام سمندر له سوداګریزې هوکړې ووت، تمه وه چې دوولس هېوادونه دې تړون کې ورګډ شي، خو له امریکا پرته دا تړون وشو او امریکا خپل صادارت له زیان سره مخ کړل.

له هغه وروسته ولسمشر ټرمپ په آسیا کې د دوه، دوه اړخیزه هوکړو د کولو ادعا وکړه، یوه له جاپان او بله له سویلي کوریا سره. خو د کانګرېس څېړونکو وویل چې په دې هوکړو کې بدلونونو ته په کتو، نه شي ویل کېدای چې ګواکې دا دې نوې هوکړې وي.

له سویلي کوریا سره په هوکړه کې د پام وړ بدلون پر هغو لاریو د تعرفو دوام دی، چې لږ بار لیږدوي. له جاپان سره په هوکړه کې بیا امریکا وکولی شوی چې دغه هېواد ته په کال کې د اووو میلیاردو ډالرو په ارزښت پر خپلو کرنیزو صادراتو ګمرکي تعرفه را کمه کړي، خو دا معافیت همغومره دی څومره چې امریکا د ارام سمندر له سوداګریزې هوکړې تر لاسه کولی شو.

اروپا

د اروپا او امریکا تر منځ د سوداګریزې هوکړې کوم څرک نه لګیږي.

دواړه خواوې وروسته له هغه په تاویلو ماویلو سر شولې چې امریکا پر پولادو او المونیمو د نویو تعرفو د لګولو خبره وکړه. دا د داسې یوه ګام خبره وه چې له لسو میلیاردو ډالرو زیاته سوداګریزه راکړه ورکړه یې اغېزمنولای شوی.

له هغه وروسته په اکټوبر میاشت کې له اروپا د اوو نیم میلیاردو ډالرو پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفې وضع شولې. په دې توکو کې د سکاټلنډ ویسکي، د فرانسې واین او د اېټالیا پنیر شامل دي.

په دې لړ کې د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې ضمناً د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه تایید کړه، دې ټولنې وویل، اروپايي ټولنې د قانون خلاف الوتکې جوړوونکې کمپنۍ ایربس ته سبسایډي ورکړې ده. يا په بله وينا، دوی له ایربس سره مالي مرسته کړې ده.

برازیل او ارجنټاین

د دغو هېوادونو چارواکي وروسته له هغه هک حیران شول، چې ښاغلي ټرمپ پر ټویټر له برازیل او ارجنټاینه پر واردېدونکو پولادو او المونیمو د تعرفو د لګولو خبر ورکړ.

امریکا ته د دواړو هېوادونو د پولادو او المونیمو صادراتو ګمرکي معافیت تر لاسه کړی و، خو ټرمپ وویل برازیل او ارجنټاین د خپلو پيسو ارزښت ټیټ کړی چې د ده په خبره: «د بزګرو په ګټه نه دی».

تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ویل شوي او دا ګواښ تر دا مهاله نه دی عملي شوی. خو له ټرمپ سره له خبرو وروسته د برازیل ولسمشر وویل، داسې څه به نه پېښېږي.

Share18Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In