پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

    د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

پخوانی افغان چارواکی: چيني ډوله عصري کېدل به د اسيايي هېوادونو خصوصاً د افغانستان لپاره لازياتې ګټې راوړي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

اکتوبر 20, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس د روان کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه پرانيستل شو او لا دوام لري. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې ګوند د ۱۹مې مرکزي کمېټې په استازيتوب دغه کانګرس ته راپور وړاندې کړ او د چيني ډوله عصري کېدو د مهمو ځانګړتياوو په هکله یې توضيحات ورکړل. په تېرو څو لسيزو کې چين د عصري کېدو په رڼا کې ډېرې پرمختيايي لاسته راوړنې درلودې او خامخا به د چيني ډوله عصري کېدو د پرمخ بېولو له لارې نورو هېوادونو ته هم لازيات فرصتونه برابر کړي.

 د افغانستان د اقتصاد وزارت پخواني چارواکي عصمت الله بې‌ريا د چین د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د چين اقتصادي او پرمختيايي پلانونه نه يوازي د چين لپاره بلکې د افغانستان  په شمول د ټولو اسيايي هېوادونو او حتی د نړۍ پر اقتصاد ډېر مثبت اغېز درلودی شي.

شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۵۳۹۰۰ ميليارډو څخه ۱۱۴۴۰۰ ميليارډه یوانو ته زیات شوی او ونډه يې د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازه کې له ۱۱،۳  څخه ۱۸،۵ سلنې ته لوړه شوې چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره منځني خدماتي انډول يې په سلو کې ۳۸ اعشاريه ۶ ته رسېدلی دی. ويل کېږي چې د چين اقتصاد په تېرو څو کلونو کې ډېر پرمختګونه موندلي او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودلې دي. په دې هکله نوموړي ويلي، هېڅ شک نشته چې د چين هېواد اقتصاد ورځ تر بلې د پرمختګ او غوړېدا په حال کې دی او هره روځ د پرمختګ په لور نوي عصري ګامونه اخلي او ځان یې په نړيوال اقتصادي او پرمختيايي ډګر کې ډېر بريالی ثابت کړی دی او موږ دا هرڅه يانې د چين اقتصادي پرمختيايي لاسته راوړنې خصوصاً د نړيوال اقتصاد لپاره په ډېر مثبت نظر ارزوو. ځکه د چين صادراتو او وارداتو سوداګريز ارزښت په تېرو لسو کلونو کې څلور اعشاريه نهه برابره زيات شوی او همدارنګه چين د اقتصاد د نړيوال کېدو ډېر ملاتړی هېواد دی او په دې برخه کې يې فرصتونه رامنځته کړي دي او حتی په بېلابېلو هېوادونو کې يې په دې برخه کې پانګونه کړې ده. دا هرڅه د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چين حکومت منظم او عملي شوي پلانونه دي، چې په حقيقت کې يې يوه ډېره ښه او مثبته پایله ورکړې ده.

د چين د کمونېست ګوند په رهبرۍ سره چين نه يوازې ځاني پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري بلکې غواړي چې د خپل پرمختګ له لاې نورو هېوادونو ته همکاريز او پرمختيايي فرصت هم برابر کړي. د چيني ډوله عصري کېدو له امله به نه يوازې چين نوې اقتصادي پرمختيایي لاسته راوړنې ولري بلکې د افغانستان په شمول له نورو هېوادونو سره همکارۍ به لا پياوړې کړي. په دې اړه نوموړي پخواني چارواکي زموږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل، دا چې شي جين پينګ په خپل راپور کې د چيني ډوله عصري کېدو د مهمو ځانګړونو په هکله راپور ورکړ، چې دا په حقیقت کې يو ډېر مثبت او پرمختللی ګام دی، زه بيا هم وايم چې د دې ګټه نه يوازې چين بلکې د چين د ګاونډيو هېوادونو، اسيايي هېوادونو او خصوصاً د افغانستان لپاره به لازيات همکاريز پرمختيايي فرصتونه رامنځته او مهيا کړي. دا چې د چين اقتصاد په نړيواله کچه يو پرمختللی اقتصاد دی، نو چين هېواد کولای شي چې د افغانستان لپاره په ډېرو برخو کې پرمختيايي او همکاريز فرصتونه رامنځته کړي، لکه د پوهنې، روغتيا، اقتصاد، تخنيکي چارو، د اوبو بندونو جوړولو، لويو لارو، د واخان دهلېز د فعال کېدو په شمول ګڼې نورې چارې.

اوس چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ  مهم ثابت ځواک ګرځېدلی دی او د ځاني پرمختګ ترڅنګ د همکاريو له لارې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ لپاره هڅې کوي. خو چين تل ادعا کوي چې هر هېواد دې له خپلو مشخصاتو سره سم خپل پرمختيايي موډل او لوری ولټوي. په دې هکله نوموړي ويلي، زه په دې برخه کې د لوېديځو هېوادونو سره چې وايي، ټول هېوادونه دې يو ډول پرمختيايي موډل وکاروي، تر يوه حده موافق نه يم. ځکه هر هېواد د ځان لپاره يانې بېلابېل هېوادونه د عصري کېدو او پرمختيا لپاره خپل ځان ته د خپلو قوانينو، اصولو او تجارتي برنامو مطابق مختلف موډلونه رامنځته کوي، يانې د خپلو قوانینو په رڼا کې پرمختيايي او عصري کېدو موډل منځته راوړي، ځکه که ټول هېوادونه يا خلک د لوېديځو هېوادونو د موډل څخه استفاده وکړي، په يقيني توګه به دوی د ستونزو سره مخ شي.  نو ځکه اقتصادي او پرمختيايي موډل هېڅکله انحصاري کېدای نشي. افغانستان دې د چين په شان له خپلو مشخصاتو سره سم خپل پرمختيایي موډل پيدا کړي او د چین د اقتصادي پرمختګ د تجربو څخه د زده کړې وکړي.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران؛ هرمز تنګي ته څېرمه پر ۱۰ بېړیو د برید خبر ورکړی

سپتمبر 10, 2026

م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

سپتمبر 10, 2026

د بهرنیو چارو وزیر؛ له بنګله‌دېش سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سپتمبر 10, 2026

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In