د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران نور له واشنګټن سره په خبرو باور نه لري؛ ځکه د نوموړي په وینا، امریکا له هر پړاو خبرو وروسته پر ایران بریدونه کړي او نوي بندیزونه یې لګولي دي. نوموړي الجزیرې ته ویلي، قطر او پاکستان اوس مهال د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب کوي او د تهران پیغامونه واشنګټن ته رسوي. پزشکیان زیاته کړې، روانې خبرې د دواړو هېوادونو د مخکېني تفاهملیک پر بنسټ دي او امریکا باید د دغه سند په اړه خپل دریځ روښانه کړي. ایران مخکې هم ویلي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د منځګړو له لارې له امریکا سره د خبرو هڅې روانې دي.































