د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د «دښمنانو» هغه هڅې چې غوښتل یې د فشارونو او بریدونو له لارې ایران کمزوری کړي، ناکامې شوې او په دغه هېواد کې یې د ملي یووالي او پیوستون د پیاوړتیا لامل شوې دي. تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې پزشکیان دا څرګندونې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتي ادارې له مشر ابراهیم کالین سره په کتنه کې کړې دي. پزشکیان ویلي، سره له دې چې ایراني وګړو ته زیانونه او ستونزې اوښتې دي، د دغه هېواد خلکو په خپل ټول توان له خپلې خاورې دفاع کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې ایران د نړیوالو قوانینو او اصولو په چوکاټ کې د خپلو قانوني حقونو غوښتنه کوي او د خپلو خلکو له مشروع حقونو او ګټو به دفاع ته دوام ورکړي.































