د کندهار ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته دغه ولایت ته د روسي او هندي سوداګرو تګراتګ زیات شوی دی. د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې په کابل کې جګپوړي چارواکي روسي او هندي سوداګر هڅوي چې د کندهار کرنیز محصولات، په ځانګړې توګه انار، اینځر، انګور او نورې وچې او تازه مېوې واخلي. د سرچینو په وینا، څه موده مخکې هندي سوداګر د اینځرو د پېرلو لپاره کندهار ته تللي او ژمنه یې کړې چې ۱۰۰ ټنه اینځر به بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي. همدارنګه، د کالیوف په نوم یو روسی سوداګر کندهار ته تللی او غواړي پنځه زره ټنه انار قزاقستان، ازبکستان، جاپان او سویلي کوریا ته صادر کړي.































