“د ايپېک سفیرانو او اجرايوي رئيسانو د ګردې مېز غونډه “د نومبر په ۱۵مه نېټه د چين په شنجن ښار کې « د پرانیستنې فرصتونو شریکول او ګډې ګټې» په عنوان ترسره شوه. دغه غونډه د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب جوړه شوې او موخه یې د ايپېک د غړو اقتصادونو او چیني تصدیو ترمنځ د خبرو او نظر تبادلې د پلیټ فارم جوړونه ښودل شوې ده.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ يادې غونډې ته په وينا کې د رئیس شي جین پینګ هغه نظر، چې «اسیا-پاسیفیک سيمه زموږ کور دی او د نړیوال اقتصادي زياتوالي د خوځنده ځواک سرچینه ده» په اشارې ويلي چې چين ميډيا ګروپ هم د اسیا-پاسیفیک اقتصادي همکاريو شاهد او ثبتوونکی دی او هم يې ګډونوال او مرسته کوونکی دی.
شن های شيونګ ويلي، چين ميډيا ګروپ غواړي، چې له بېلابېلو خواوو سره متقابلې زده کړې وکړي او ټول ګډ پرمختګ ومومي او “د اسیا-پاسیفیک ګډې ټولنې د جوړولو او د ګډې سمسورتيا د هڅولو” لپاره نوي او پراخ خدمتونه وکړي.































