په ویانا کې د چین دایمي پلاوي د نومبر په ۶مه نېټه د ملګرو ملونو په عمومي مقر کې په دغه سازمان کې د نوي چین د قانوني ځای د اعادې د ۵۵مې کلیزې په مناسبت ځانګړی فعالیت جوړ کړ.
د ملګرو ملتونو د ویانا دفتر عمومي مدیر او د نشه يي توکو او جرمونو مسئلې د دفتر اجرائیوي مشرې مونیکه جوما، د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ عمومي مدیر رافیل ماریانو ګروسي، د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان عمومي مدیر ګرډ مولر،((د اټومي ازموینو د هراړخیز بندیز تړون)) سازمان د تشکیلاتي کمیسیون د لنډمهاله تخنیکي سکرتریت اجرایوي سکرتر فلوید، د ملګرو ملتونو د نړیوال سوداګریز قانون کمیسیون سرمنشي جوبین-برایټ او د نورو نړیوالو سازمانونو مسئولینو ټولو په دغه فعالیت کې ګډون کړی و. برسیره پر دې، په ملګرو ملتونو کې د مختلفو هېوادونو دایمي استازو، دیپلوماتانو او د فکري کارپوهانو په شمول نږدې ۲۰۰ کسانو هم پکې برخه درلودلې.































