شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

چين له اروپا سره د سوداګريزو اړيکو د نه پرېکون په هکله توافق ته رسېدلی

جون 26, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين صدراعظم لي چانګ د جون په ۲۴مه نېټه له جرمني او فرانسې څخه تر ليدنې وروسته بېرته بېجينګ ته ستون شو. په تېرې يوې اوونۍ کې هغه د يادو دوو هېوادونو د سياسي او سوداګريزو ټولنو له شخصيتونو سره تماسونه ونیول او پر دې يې ټينګار کړی چې د چين پرمختګ نړۍ ته د ننګونو پر ځای فرصتونه راوړي. د جرمني او فرانسې مشرانو هم له چين سره د سوداګريزو اړيکو له پرېکون سره مخالفت ښودلی. دې هېوادونو د ټولو ډلو ترمنځ له تقابل سره هم مخالفت په ډاګه کړی دی.

چین په داسې حال کې چې نړۍ په مختلفو برخو کې له پېچلي وضعیت سره مخ ده، له اروپا سره د سوداګريزو اړيکو د نه پرېکون او د خپلمنځي همکاريو په هکله ګډو نظريو ته رسېدلی او دا کار د نړۍ د ثبات په ګټه دی.

د تېر کال له پای څخه د چين او اروپا د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ د تګ راتګ نوې څپه رامنځته شوه. د جرمني صدراعظم شولز او د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون په شمول د ځينو اروپايي هېوادونو مشرانو په وار سره چين ته سفرونه کړي او د دوه اړخيزو اړيکو او له چيني مشرانو سره د چين او اروپا ترمنځ د همکاريو د نظر توافق ته ورسېدل. له اروپا څخه د چين د صدراعظم د ليدنې موخه د دغو ګډو نظريو د پلي کولو په اړه د نقشې ټاکل او د دوه اړخيزو همکاريو پرمخبيول دي.

د دې سفر نتيجې ته په کتو سره د چين او اروپا ترمنځ همکارۍ نوی پرمختګ موندلی دی. د چین او جرمني صدراعظمانو په ګډه د دواړو خواوو ترمنځ د حکومتونو د مشورو اووم پړاو مشري وکړه او په حضور کې يې له اقليمي بدلون سره د مقابلې، نوښت او د پرمختللو توليداتو د جوړولو په اړه يو لړ همکاريز تړونونه لاسلیک شول. د چين او فرانسې لوري په فرانسه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو ستراتيژيکو نظريو په هکله د نظريو ژورې تبادلې وکړې او د دې هېواد د ولسمشر په بلنه چيني چارواکو هم د پيسو راټولو د تړون په هکله د ولسمشر ايمانويل مکرون د وړانديز له مخې په تر سره شوې نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ.د جرمني د ديلي ميرور ورځپاڼې داسې ليکلي چې چین لاهم د جرمني او اروپا ډېر مهم همکار دی. د اروپا تايمز په دې اند دی چې د چین او فرانسې ترمنځ د همکارۍ پراخوالی د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د ثابت ساتلو لپاره مهم رول لوبولی شي.

اوس د اروپا په دننه کې ځينې اروپايي هېوادونه له چين سره د همکاریو په هکله پېچلي رويه غوره کوي چې لامل يې نه يوازې له ايډيالوژيکو عواملو سره بلکې د بادارۍ د ساتلو لپاره د بهرنيو ځواکونو له منفي اغيزو سره تړاو لري. څه موده دمخه د اروپايي ټولنې ځينو لوړ پوړيو چارواکو د ننګونو د له منځه وړلو په هکله نظر څرګند کړ، خو ځينې لوېديځې خبري رسنۍ په دې اند دي چې د ننګونو له منځه وړلو معنی دا ده چې  له چينايي کېدو څخه لرې پاتې شي، خو دې نظر د چين او اورپا ترمنځ د همکارۍ په لار کې نوی خنډ اچولی دی.

اروپا ته د چین د صدراعظم په دغه سفر کې د يادې مسئلې په هکله توضيحات ورکړي او  نړيوالو ته يې هم په ډاګه کړې چې چين د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ټينګ ملاتړ کوي، په اوږدې مودې کې د چين د اقتصاد د ښه کېدو بنسټیز تمايل نه دی بدل شوی او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره د چين او اروپا ترمنځ همکارۍ روښانه اينده لري.اروپایي سياستوالو د چین د يادو توضيحاتو په اړه مثبت غبرګون ښودلی دی.

د بېلګې په توګه د جرمني صدراعظم سولز داسې ويلي چې هېواد يې د چين د پرمختګ او سمسورتيا هرکلی کوي او له چين سره د سوداګريزو اړيکو له هر ډول پرېکون سره مخالفت کوي. د ده په اند د ننګونو له منځه وړل د چين له منځه وړل نه دي. د فرانسې صدراعظمې بورني د ورخلاصون د پراخوالي په برخه کې د چين د مثبت نيت ښودل ستایلي او ویلي يې دي چې اروپايي ټولنه پر ستراتيژيکې خپلواکۍ ټينګار کوي او له چين سره د سوداګريزو اړيکو له پرېکون څخه ملاتړ نه کوي. د دغو دوو هېوادونو د مشرانو څرګندونې چې د يادې ټولنې په دننه کې د اورګاډي د انجن په څېر رول لوبوي، له چين سره د همکاريو لپاره د اروپا مثبتو انرژيو د راټولو او له چين سره د تماس نيولو په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د خپلواکۍ او منطقي رويي د ساتلو لپاره ګټورې دي.

روان کال د چين او اروپا ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت له شلمې کاليزې سره برابر دی. که څه هم د ځينو مسئلو په هکله چين له اروپا سره د نظر اختلاف لري، خو په ګډه يو له بل سره د سوداګريزو اړيکو له پرېکون سره مخالفت کوي او پر څو اړخيزم ټينګار کوي چې دواړه خواوې به ترې لازياتې ګټې واخلي او دا هم له نړيوالو ګټو سره سمون لري.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In