پرون (جون اوومه) د چین په مرکز بېجینګ کې د چین د لوی تاریخي دیوال کلتوري فسیتوال و، په دغه فسیتوال کې د بېجینګ ولایتي چارواکو په ګډون ګڼو چنايي وګړو، بهرنیو خبریالانو او سیلانیانو ګډون کړی و.

په یاد فسیتوال کې د چین هنري، کلتوري او سپورټي ډلو له خوا ګډون کوونکو ته د شعر، ملي سندرو، ګډا او داسې نورو په بڼه نمایشونه نندارې ته وړاندې شول.

د چارواکو په وینا له دا ډول فسیتوالونو جوړولو څخه یې موخه د چین کلتور او هنر ژوندي ساتل او نوی نسل ورسره اشنا کول دي، دوی زیاتوي چین ته خپل تاریخي کلتور او هنر ځانګړی ارزښت لري او ساتلو ته یې ژمن دی.

په دغه کلتوري فسیتوال کې د آسیا، ارام سمندري سیمې، افریقايي، عربي، لاتیني امریکا او اروپايي هېوادنو څخه نږدې سلو خبریالانو کډون کړ وو، دوی د چین تاریخي لوی دیوال له ځینو برخو څخه لیدنه وکړه او دغه راز یې په فسیتوال کې د چین کلتوري نمایشونو ننداره هم وکړه.
د چین لوی دیوال یو تاریخي دیوال دی چې پخوا د چین د امپراطورۍ د ساتلو او د دښمن د برید دفاع په خاطر جوړ شوی دی، دا پلن دیوال په دنګو غرونو راتاو شوی دی چې له خښتو او لویو تیږو څه جوړ شوی دی، دغه دیوال چنیانو ته ځانګړی ارزښت لري او نږدې هر کال یې په نوم فسیتوال جوړیږي.































