د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير جین نویل باروټ سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل چې د چین او فرانسې د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې، د دواړو هېوادونو اړيکې عموماً ثابت پرمختګ ساتلی دی. د اوسني پېچلي او بې ثباته نړيوال وضعيت په وړاندې، چين او فرانسه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه بايد خپلمنځي ستراتيژيکې اړيکې پياوړې کړي او په ګډه له خطرونو او ننګونو سره دې مقابله وکړي. چين د نړۍ له سترو بازارونو څخه يو دی او د چین پرمختګ د اروپايي ټولنې لپاره فرصت دی، نه ننګونه. هغه هيله څرګنده کړه چې فرانسه له ستراتيژیک لید سره عملي او منطقي رویه غوره کړي ترڅو اروپايي ټولنه وهڅوي چې له چين سره په ورته لوري کار وکړي، د چين پرمختګ په سمه توګه وګوري او د چين او اروپا د اړيکو په ټینګښت کې فعال رول ولوبوي.
بارو وويل چې تېر کال چين ته د ولسمشر امانویل مکرون له سفر راهيسې، دوه اړخيزو اړيکو یې عموماً د پرمختګ تمایل ساتلی دی. فرانسه په کلکه د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار کوي. د اروپا او چین اقتصادي او سوداګریزې اړیکې اوس له ستونزو او ننګونو سره مخ دي او فرانسه غواړي د دواړو خواوو رغنده تبادلې ته وده ورکولو لپاره د حل لارې ولټوي.































