د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق )یونیسف) وايي، د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ناڅاپي سېلابونو ۱۱۶۸ کورنۍ اغېزمنې کړې او ۱۱۶۴ کورونه یې زیانمن یا ویجاړ کړي دي. د یونیسف د راپور له مخې، په نورستان کې د سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي او شاوخوا زر کورنیو ته د اوبو رسولو خدمتونه هم ګډوډ شوي دي. یونیسف وايي، یوازې د جولای په میاشت کې شاوخوا ۱۸۳ زره ماشومان د شري پر وړاندې واکسین شوي، ۹۶ زره او ۳۰۰ کسانو خوندي څښاک اوبو ته لاسرسی موندلی او ۱۰۴ زره او ۶۰۲ ماشومان د حادې خوارځواکۍ د درملنې لپاره بستر شوي دي.





























