یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د جنوبي چين سمندر چا زهرجن کړ؟

جولای 9, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

په ۲۰۲۱ کال کې د فليپين په زامبوانګو ټاپووزمه کې يوه ساحلي کلي ته نږدې د کب نيوونکو د غير عادي مړينې پېښه وشوه. د کب نيونې د يوې بېړۍ درې سپاره په داسې حال کې د زهري ګاز د تنفس له کبله مړه شول چې د کبانو د ساتنځي پر پاکولو بوخت وو.

د فليپين د کارګرو او کارموندني د ادارې او د کب نيونې او سمندري سرچينو د بيورو  په ګډون د هغه هېواد نهو مختلفو ډيپارټمنټونو په لومړي ځل په دې تړاو ګډې څېړنې پيل کړې. دوی شک درلود چې ښايي نيول شويو کبانو به سيانايډ (يو ډول چټک عمل کوونکی او مرګونی ګاز دی چې د اکسيجن په اخيستلو کې د وجود وړتيا ختموي او د مړينې سبب کيږي) درلودل.

د فليپيني کب نيونکو په منځ کې پر سيانايډ مسموميت ډير عام دی. دا چاره د کب نيوونکو روغتيا او سمندري چاپېريال ته لوی ګواښ دی. په وروستيو کې د سيانايډ په وسيله د کب نيوونکو د مسموميت خبرونه ډير خپريږي، خو د پړې ګوته پکې چين ته نيول کيږي. نو اوس پوښتنه دا ده چې د جنوبي چين سمندر چا زهرجن کړ؟

فليپين په مرجاني مثلث کې واقع دی. په ياده سيمه کې تر اوبو لاندې يوه ښايسته نړۍ ده چې د کبانو زرګونه ډولونه پکې موندل کيږي. خو په ورته مهال پکې په لويه کچه د کب نيونې مخرب عمليات روان دي.

د ۱۹۶۰مې لسيزې په لومړيو کې په لويديځو هېوادونو لکه متحدو ايالتونو، بريټانيا او جرمني کې زينتي کبانو ته د تقاضا په لوړيدو سره د مجموع الجزاير هېوادونو او فليپين ته چې د کبانو پراخې سرچينې، پراخ سوداګريز فرصتونه رامنځته شول. دوی اروپايي او امريکايي مارکيټونو ته د ريف مرجان کبانو پراخ اکمالات پيل کړل.

د سمندري چارو اندونيزيايۍ کارپوهه (ګايتري ريکسوديهارجو ليلي) وايي، د ۴۰ هغو هېوادونو له ډلې چې استوايي کبان صادروي فليپين او اندونيزيا د نړۍ د اکواريمونو ۸۵ سلنه کبان برابروي. سيانایډ د فليپيني کب نيوونکو له لوري اندونيزيا ته هم وړل شوي څو د لوړ ارزښت لرونکي کبان پرې ونيسي.

د عادي کبانو په پرتله د رنګينو ريف کبانو بيه خورا لوړه ده. کب نيوونکي هم د دې کبانو نيولو ته ځکه ډير خوښ وي چې له پلورلو یې څو چنده ګټه ترلاسه کوي. د فليپيني کب نيوونکو لويه برخه په سخت فقر کې ژوند کوي. د دې لپاره چې په لږ وخت کې ډيرې پيسې وګټي، نو ځينې یې د سيانايډ په وسيله د کبانو نيولو ته مخه کوي. دوی د خپلې خوښې وړ کبانو باندې سيانايډ سپرې کوي، په دې سره کبان اغېزمن کيږي، عکس العمل او حرکت یې کمزوری کيږي او په اسانۍ سره د ښکاريانو لاسونو ته پرېوځي.

د سيانايډ کارول پر مرجاني کبانو مرګونی اغيز هم لرلی شي او له مرجاني کبانو پرته سمندر د سمندري موجوداتو له هديرې سره توپير نه لري.

په حقيقت کې، فليپيني کب نيوونکو له ۱۹۳۰مې لسيزې راهيسې په مورامي ميتود او د چادونو له لارې د کبانو نيول پيل کړي دي. دا ميتودونه په مرجانونو هم کارول کيږي چې له کبله یې نه جبرانيدونکي زيانونه اوښتي دي.

په فليپين کې د کب نيونې د ويجاړوونکو ميتودونو له پراخېدو سره هممهاله د سمندري ژواک امريکايي کارپوه سټيف روبينسن يو وخت ويلي وو چې «دغه هېواد د ځانوژنې په حال کې دی. سياستوال یې له دې حقيقته ناخبره دي، سوداګر یې پروا نه لري او غواړي هر ډول چې وي، پيسې وګټي».

د سمندري بحران د قابو کولو لپاره فليپين يو ځل د قوانينو او مقرراتو يوه ټولګه جوړه کړه چې پر بنسټ یې په مخربو ميتودونو سره د کب نيونې مخنيوی کېده. پر دې سربېره هم په دغه هېواد کې د قانون پليتابه کمزورې او لا هم پکې په غير قانوني ميتودونو سره کب نيونه روانه ده.

فليپين اوس داسې ښکاري چې د خپلو اعمالو د توجيه کولو لپاره د تېښتې لار لټوي.

د فليپين د ساحلي ګارډ وياند جې تريلا ويلي: «د چين دا ډول فعاليتونه نه يوازې د يو هېواد پر حاکميت بريد دی، بلکې په حقيقت کې د بشريت ضد جرم هم دی».

تاريلا پر دې سربېره هم د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه رسنيو ته وويل چې د خپلې دې ادعا د اثبات لپاره پياوړي شواهد نه لري.

په دې تړاو د کره ثبوتونو د نشتون په تړاو د فليپيني چارواکو له څرګندې بيانیې سره سره هم دغه هېواد د سمندري ککړتيا د خپرولو له کبله د چين پر خلاف د قانوني دعوې پر برابرولو کار کوي. په دې اړه په فليپين کې نظريات مختلف دي.

د پخواني ولسمشر رودريګو دوتېرته وياند هري روک په دې تړاو وايي: «بالاخره دا چاره د چين – فليپين اړيکو ته ښه نه ده. زما په نظر د فليپين حکومت بايد پر خپل دريځ له سره غور وکړي او ډيپلوماټيکې حل لارې ولټوي. د حل لاره دا ده چې فليپين، چين او ټول مدعي هېوادونه يو له بل سره همکاري وکړي څو خپلو حياتي تنوعاتو ته وده ورکړي».

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ ويلي :«موږ د فليپين له اړوند ګوند څخه غواړو چې له تخيلاتو څخه دې د سياسي ډرامو جوړول بند کړي. که فليپينيان په رښتيا هم د جنوبي چين سمندر د ايکولوژيکي چاپېريال پروا لري نو له رين ای جياو څخه دې په غير قانوني توګه درول شوې جنګې بېړۍ لرې کړي. په سمندر کې دې د ناپاکو اوبو د تخليې مخه ونيسي او اجازه دې نه ورکوي چې زنګ وهلې جنګي بېړۍ سمندر ته زيان ورسوي».

نن ورځ عامه افکار ټول د جنوبي چين سمندر په شاوخوا څرخيږي، خو هلته د سمندر د تل موجودات په پټه خوله ژاړي. کله چې د نړۍ پام په لوی لاس سياسي کشالو ته ور اړول شوی وي نو څوک به د جنوبي چين په سمندر کې د کب نيونې او سمندري ژواک پروا ولري؟

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In