یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د اصلاحات هراړخيزه ژورتيا يوه تاريخي اړتيا ده

جولای 16, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

 ۲۰۲۴ کال ته د تاريخ په رسېدو سره د اصلاحاتو لا نوره هراړخيزه ژورتيا  او د چيني شکله عصري کېدو بهير په دغه هېواد کې د نوې زمانې ټاکونکې غوښتنه ګڼل کيږي. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ کال کې د چين د کمونېست ګوند اتلسمې مرکزي کمېټې پر پراخو او ژورو اصلاحاتو تمرکز درلود، سږنۍ غونډه کې به د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا او د چيني شکله عصري کېدو بهير د پرمخبيولو اړتيا وڅېړل شي.

د جنورۍ په ۳۱مه د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ، په داسې حال کې چې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د يوې ډله ييزې زده کړې مشري یې کوله وويل چې «موږ بايد په هر اړخيز ډول لا ډير ژور اصلاحات راولو او د توليد د نوي ډول داسې اړيکه رامنځته کړو چې د نوي کيفيت توليدي ځواکونو له پراختيا سره متناسبه وي.

عمومي منشي شي د اقتصادي سيستم او د ساينس او ټکنالوژۍ د مديريتي سيستمونو د ژور اصلاح لپاره په هڅو، د لوړ معيار مارکيټ سيستم د رامنځته کولو او د هغو خنډونو د له منځه وړلو لپاره پر سخت کار ټينګار وکړ چې د نوي کيفيت توليدي ځواکونو د پرمختګ مخه يې نيولې ده.

نوموړي د زده کړو، علم او ټکنالوژۍ او دغه راز استعدادونو د دوران د اسانه کولو لپاره پر هڅو ټينګار وکړ. پر دې سربېره یې ياده کړه چې د چين د لوړې کچې ورخلاصون به د نوي کيفيت توليدي ځواکونو د پراختيا لپاره غوره سوداګريز چاپېريال رامنځته کړي.

رييس شي د مارچ په ۲۱مه نېټه د مرکزي چين هونان ولايت ته د کاري سفر پر مهال ټينګار وکړ چې د هر اړخيزو اصلاحاتو د پراخولو او ژورولو پر مهال بايد مشکل محوره تګلاره خپله شي او ټولې هڅې بايد د هغو خنډونو پر لرې کولو متمرکزې شي چې د نوي کيفيت توليدي ځواکونو د رامنځته کېدو، د لوړ کيفيت پراختيا، او د خلکو د هوساينې مخه نيسي. لوی ګواښونه بايد په اغېزناکه توګه کم او له مخې لرې شي. عمومي منشي شي وويل چې په پايله کې به یې ټولنيزې او اقتصادي پراختيا ته ژوند او تازګي ور وبښل شي.

عمومي منشي شي د مارچ په ۲۷مه نېټه په بيجينګ کې د امريکايی سوداګرو او د ستراتيژيکو او اکاډميکو ټولنو له استازو سره په کتنه کې وويل چې د چين اصلاحات به له وقفې پرته روان وي او ور خلاصون به یې ونه درول شي. هغه زياته کړه چې چين په پام کې لري چې د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا لپاره لوی ګامونه واخلي او په ډاډ سره مارکيټ محوره، قانوني او د نړيوالې کچې سوداګريز چاپېريال رامنځته کړي.

د اپريل له ۲۲مې تر ۲۴ مې نېټې پورې د چين سويل لويديځې چونګ چينګ ښار ته د عمومي منشي شي جين پينګ د کاري سفر پر مهال سېنهوا خبري اژانس د «شي پر چونګ چينګ غږ وکړ چې د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې خپله پاڼه وليکي» تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه. په ليکنه کې د عمومي منشي شي له قوله ويل شوي وو چې د حکومتولۍ د سيسټم او ظرفیت عصري کول د چيني شکله عصري کېدو بهير نه بېلېدونکې برخې دي.

دا ټولې څرګندونې په چين کې د پېښېدونکو تاريخي اصلاحاتو نښې دي. د ۲۰۲۴ کال د اپريل په ۳۰مه نېټه د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو اعلان وکړ چې د چين کمونيست ګوند به په جولای کې د خپلې شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه ترسره کړي. له ۱۹۸۷ کال راهيسې، د چين د کمونيست ګوند د هرې دورې مرکزي کمېټې درېيمه غونډه د پرېکړو او اصلاحاتو لپاره خورا مهمه وي. د رسنيو د راپورونو له مخې، په سږنۍ غونډه کې به د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا او د چيني شکله عصري کېدو بهير اړوند مسايل تر بحث لاندې ونيول شي.

په اپريل کې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو تر غونډې وروسته، عمومي منشي شي د ختيځ چين شان دونګ ولايت ته سفر وکړ. د سېنهوا خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي د شان دونګ ولايت په مرکز جينان کې په داسې حال کې چې د سوداګرو او اکاډميکو څېرو د استازو د سمپوزيم مشري یې کوله وويل چې د چين کمونيست ګوند په شلم ملي کانګريس کې د يوه پرمختللي سوسياليستي هېواد د جوړيدو لويه نقشه جوړه کړه او د عصريتوب پر لور د چيني مسير له لارې د يوه پياوړي هېواد د رامنځته کولو لپاره یې د اړينو اقداماتو د ترسره کېدو تدابير سنجولي دي.

هغه په ټوله کې د چيني شکله عصريتوب پر پرمختګ د متمرکزو اصلاحاتو پر اړتيا ټينګار وکړ. د دې چارې د ترسره کولو لپاره بايد د اصلاحاتو مهمو اړخونو ته لومړيتوب ورکړل شي، د ارزښتونو لوري ته بايد پاملرنه وشي او دغه راز د اصلاحاتو څرنګوالي ته بايد پام وشي څو د اصلي دندو ترسره کېدل او د ستراتيژيکو اهدافو ترلاسه کېدل يقيني شي.

په بله وينا، تمه ده چې په نوې زمانه کې راتلونکي اصلاحات د چيني شکله عصريتوب پر پرمختګ متمرکز، لا ډير پراخ او ژور اصلاحات وي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې اوس؟

لکه څرنګه چې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو په اپريل مياشت کې وويل، د اصلاحاتو ژورتيا د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي سيسټم د ودې او ساتنې او دغه راز د چين د حکومتولۍ سيسټم او ظرفيت د عصري کولو لپاره، د پراختيا د نوې فلسفې د پليتابه او د چيني ټولنې له تکامل سره د غوره انطباق، د ولس محوره ليدلوري او له دې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې ټول خلک د عصريتوب له امتيازه په مساوي او عادلانه توګه برخمن کيږي، له ګواښونو سره د مقابلې او د ګوند او هېواد د ارمانونو د ترسره کولو په لاره کې د پرمختګونو لپاره، د ګډ برخليک ټولنې د رامنځته کولو او په نړيوال شديد رقابت کې د برياليتوب لپاره او د چين د کمونيست ګوند په څېر د يوه ستر ګوند د ځانګړو ستونزو د هوارۍ او د ستر مارکسېستي ګوند د پياوړتيا لپاره  طبيعي اړتيا ده.

دغه اړتياوې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې او د نولسم ملي کانګريس د ستراتيژيکو پرېکړو د پراخو او ژورو اصلاحاتو له ټوليزې موخې سره سمون لري. دوی دغه راز د پېچلي جيوپوليټيکي وضعيت، د علمي او ټکنالوژيکي بدلونونو په پس منظر کې او له شلم ملي کانګريس راهيسې په نوې زمانه کې د خلکو د توقعاتو د پوره کولو لپاره د ژورو اصلاحاتو تاريخي اړتيا منعکسوي.

د جون په ۲۸مه نېټه د چين لويو رسنيو په لومړۍ پاڼه کې دا سرټکی خپور کړ چې «د جون په ۲۷مه د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو څرګنده کړه چې د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا او د چيني شکله عصريتوب د پرمختګ مسوده به د سږ کال عمومي غونډې ته د بحث او څېړنې لپاره وړاندې شي». دا ډول روڼتيا په خپل ذات کې په راتلونکې غونډه کې د لا ډيرو پراخو او ژورو اصلاحاتو ځانګړتيا منعکسوي.

د جون په ۲۸مه چيني رسنيو راپور خپور کړ چې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جون په ۲۷مه په يوه غونډه کې د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا او د چيني شکله عصريتوب د پرمختګ پر اړوندو مسايلو بحث کړی دی. عمومي منشي شي جين پينګ د يادې غونډې مشري کړې وه.

دا خبرونه په لوړه کچه خبروونکي او د اهميت لرونکي دي او د ټولو هغو خلکو پام ور اړوي چې د چين اصلاحاتو او ورخلاصون ته اهميت ورکوي. د يادونې وړ ده چې په خبرونو کې په څرګنده سره راغلي، هغه سند چې د چين د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې په ترڅ کې به وکتل شي د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا او د چيني شکله عصريتوب د پرمختګ په تړاو د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو پرېکړه ده. د سياسي روڼتيا دا کچه د را روانې عمومي غونډې د لا پراخو او ژورو اصلاحاتو ځانګړتيا ښيي.

له ۱۹۷۸ کال راهيسې د اصلاحاتو په ۴۶ کلن تاريخ کې پرانيستي مناسبتونه په خپل ذات کې د ذهنونو د خلاصولو او ور خلاصون لپاره د چين ژمنتيا په ډاګه کوي. له اتلسم ملي کانګريس راهيسې د چين د کمونيست ګوند ټولې مهمې غونډې په پراخه کچه د رسنيو له لوري تر پوښښ لاندې نيول شوې دي. په داسې حال کې چې د چين د کمونيست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي ناسته روانه مياشت کيږي، رسنيو وار له مخې د هغو موضوعاتو په تړاو خبرونه خپاره کړي چې په د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي ناسته کې پرې بحث کيږي. دا دقيقاً هغه څه دي چې د چين له لوري لا ډيرو ژورو او پراخو اصلاحاتو ته وقف شوي دي.

د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا اصلي موخه دا ده چې د چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي سيسټم او د چين د حکومتولۍ سيسټم او ظرفيت پياوړي او پراخ شي. د شلمې مرکزي کمېټې تر درېيمې عمومي غونډې وروسته به د چيني شکله عصريتوب او د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا په لوی مزل کې نوی څپرکی پرانيستل شي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In