یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

چين به د سيلانيانو له لوري تر ټولو ډير کتل کېدونکی هېواد شي

جولای 19, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د ويزو د ورکړې پروسې د ساده کولو لپاره د چين بريالۍ هڅې د دې سبب شوې دي چې دغه هېواد ته د بهرنيانو ورتګ د پام وړ ډير شي او د وبا له کبله د سيلانيانو کم شوی شمېر بېرته په ډيريدو شي. په وروستيو کې  د مهاجرت ملي ادارې راپور ورکړی چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۱۴.۶۴ بهرنيانو چين ته سفر کړی دی.  د بهرنيو سيلانيانو په شمېر کې دا ډيروالی د هغه ظرفيت څرګندونه کوي چې چين یې د نړۍ په کچه د سيلانيانو د جذب په برخه کې لري.

له ويزې پرته د سفر په سياستونو کې بدلون چين ته سفر تر پخوا ډير اسانه کړی دی. د روان کال له جنوري تر جون مياشتو پورې د هغو هېوادونو ۸.۵ ميليونو وګړو چين ته سفرونه کړي چې د دغه هېواد د ويزې له اخيستلو معاف دي. دا شمېر چين ته د ورودي سفرونو ۵۲ سلنه جوړوي او د تېر کال په پرتله ۱۹۰ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه مثبت بهير نه يوازې د ګرځندوی صنعت د ښه کېدو زيری دی، بلکې د ټوليزو خدمتونو د سکټور د راتلونکې په اړه هم د خوشبينۍ خبره ده. که څه هم چين ته د ورغلو سيلانيانو شمېر لا هم د کرونا وبا تر لګېدو د مخکې وخت په نسبت کم دی، داسې چې د ۲۰۱۹ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۵.۵۳ ميليونه سيلانيان چين ته ورغلي وو، خو په راتلونکې کې یې د شمېر د لا ډيريدو باالقوه ځواک شته او بايد پر راتلونکو پرمختګونو ښه تمرکز وشي.

چين له ويزې پرته د ترانزيټ د پراخې پاليسۍ پر مټ چې د تېر کال په نومبر مياشت کې پلې شوه، د پام وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. د ۵۴ هېوادونو وګړي کولی شي چې د سفر د معتبر ټکټ د درلودلو په صورت کې تر ۱۴۴ ساعتونو پورې د بيجينګ او شانګهای په څېر ښارونو کې له ويزې پرته وګرځي. دا سياست د لویو بېړيو پر مساپرو هم د پلي کېدو وړ دی. د بيجينګ د دخولي او خروجي ادارې د معلوماتو له مخې له جنورۍ تر جون مياشتې پورې ۳۳۷۰۰ بهرنيانو د بې ويزې ترانزيټ سياست له امتیازه ګټه پورته کړې. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله اووه چنده ډير دی.

بيجينګ له څلويښتو ډيرو هېوادونو سره د ویزو د معافيت تړون په بريالیتوب سره پلی کړی چې په دې کې یې له شلو ډيرو هېوادونو سره د ويزو د معافيت متقابل تړون هم شامل دی. د نيوزيلنډ، استراليا او پولنډ هېوادونو وګړو ته د ويزو له اخيستلو معافيت د چين د دې سياست دوام دی.

د تېر کال په ډسمبر کې چين د فرانسې، جرمني، ايټاليا، هالنډ، هسپانې او ماليزيا وګړو ته له ويزو د معافيت يو کلن ازمايښتي پروګرام پيل کړ. د روان کال په مارچ کې دا پروګرام پراخ کړای شو او د ایرلنډ، سويس، هنګري، اتريش، بلجيم او لوکزامبورګ وګړي هم چين ته د سفر لپاره د ويزې له اخيستلو معاف شول.

چين په مختلفو تخنيکي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د ورځنيو لګښتونو تر اتيا سلنې ډير تاديات د موبايل له لارې کيږي. پر دې سربېره هم غير نغدي تادياتو ته اوښتون او د وي چټ او علي پې په څېر د ډيجيټلي ټکنالوژيو پراخ استعمال د بهرنيو سيلانيانو لپاره چې د کارډونو له لارې يا په نغدي ډول له تادياتو سره عادت شوي له ننګونو خالي چاره نه ده.

ګڼ شمېر چيني چيک پاينټونه، ترانسپورټي شبکې، هوټلونه او رستورانتونه يوازې د وي چټ او علي پي له لارې تاديات قبلوي چې دا چاره د بهرنيو ميلمنو د تادياتو پروسه ستونزمنوي. په داسې حال کې چې چيني مساپر د ګرځندوی پر ځايي مارکېټ پوره واکمني لري نو دا اړينه ده چې د بهرنيو مشتريانو اړتياوو ته ځانګړې پاملرنه وشي. په چيک پاينټونو کې د بهرنيو وګړو د پاسپورټونو د سکن کولو پروسې ساده کول او پر مصنوعي ځيرکتيا د سنبالو څو ژبيزو موبايل اپليکېشنونه رامنځته کول ښايي د بهرنيو سيلانيانو د مرستې لپاره اړين وي.

د بهرنيو وګړو له لوري په دوديزو ميتودونو د خدمتونو د لګښتونو د پرې کولو لپاره لومړي ګامونه اخيستل شوي دي. تېر کال علي پې او وي چټ داسې خدمتونه پيل کړل چې پر بنسټ یې د بهرنيو وګړو ويزه او ماسټرګارډونه د هغوی له اپليکېشنونو سره نښلول کېدای شي. په پايله کې یې د بهرنيو سيلانيانو لپاره په مجازي غيرنغدي ټولنه کې تاديات اسانه شوي دي.

سفرونه او ګرځندوی د نړيوال اقتصاد لپاره خورا مهم دي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په نړيواله کچه د ناخالصو کورنيو توليداتو ۹.۱ سلنه برخه جوړوله او له دې لارې ۹.۹ ټريليونه ډالره عوايد ترلاسه شوي وو. اټکل دا دی چې روان کال به د ګرځندوی صنعت د پام وړ وده وکړي او په نړيواله کچه د کورنيو ناخالصو عوايدو ۱۰ سلنه برخه به جوړه کړي چې تولټال ۱۱.۱ ټريليونه ډالره کيږي. دا کچه به په ۲۰۳۴ کال کې په ترتيب سره ۱۱.۴ سلنې او ۱۶ ټريليونه ډالرو ته ورسيږي.

سفر او ګرځندوی د چين لپاره هم حياتي ارزښت لري. په ۲۰۲۳ کال کې د چين په کورنيو ناخالصو توليداتو کې د ګرځندوی صنعت ونډه اته سلنه وه، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۱۹ کال ۱۱.۶ سلنه وه.

د چين د ګرځندوی صنعت عوايد په راتلونکي کې لا ډيريږي. د مورګان سټېنلي د پانګونې بانک د جولای په يوولسمه په يوه ارزونه کې وويل چې د چين د ورودي ګرځندوی عوايد به په ۲۰۱۹ کې له ۷۷ ميلياردو ډالرو څخه تر ۲۰۳۳ کال پورې ۴۳۱ ميلياردو ډالرو ته ورسيږي. د دې ارزونې پر بنسټ به د ګرځندوی په نړيوال صنعت کې د چين ونډه په ۲۰۱۹ کال کې له ۲.۴ سلنې څخه تر ۲۰۳۳ کال پورې ۶ سلنې ته ورسيږي.

د چين په ناخالصو کورنيو توليداتو کې به د ورودي ګرځندوی ونډه په راتلونکې يوه لسيزه کې څلور چنده شي او له يوې سلنې څخه به څلور سلنې ته ورسيږي. د پرتلنې لپاره؛ فرانسه چې د نړۍ په کچه د ګرځندوی تر ټولو ډير د خوښې وړ هېواد دی،  په ۲۰۱۹ کال کې د ګرځندوی له صنعته ۷۱ ميليارده ډالره عوايد درلودل چې د ټولو ناخالصو کورنيو توليداتو اته سلنه برخه یې جوړوله.

پر دې ټولو سربېره به چين ته د نړيوالو ګرځندويانو ورتګ په راتلونکې يوه لسيزه کې ۳۵ ميليونه دندې رامنځته کړي چې د اوسنيو ټولو دندو پنځه سلنه برخه جوړوي. دا چاره به د توليداتو او لګښتونو د تقويه کېدو سبب شي او له حکومت سره به هم د اقتصاد د احيا کېدو او اقتصادي ودې لپاره په هڅو کې مرسته وکړي.

چین ته له ويزې پرته د سفر سياستونه د لا ډير ورخلاصون لپاره د دغه هېواد پوخ عزم څرګندوي او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره پر يوه داسې محرک بدل شوي چې ورسره سم اړوند صنعتونه هم وده کوي. د يادونې وړ ده چې له ويزو د معافيت سياست د ولسي تبادلاتو د پراخېدو سبب هم شوی او نړيوالو ته یې فرصت برابر کړی چې حقيقي چين له نږدې وګوري.

ګرځندوی له ۱۹۸۰يمې لسيزې راهیسې چې چين اصلاحات او ورخلاصون پيل کړي د دغه هېواد د اقتصاد مهم عنصر ګڼل کيږي. د منځنۍ کچې عوايدو درلودونکو ډلو په را څرګندیدو او پر چيني وګړو او بهرنيانو د سفر د محدوديتونو تر لرې کېدو وروسته د چين ورودي او خروجي ګرځندوی د پام وړ وده کړې ده. ورودي  ګرځندوی د نړۍ د ګرځندوی صنعت تر ټولو لويه برخه ده او د هېواد لپاره راتلونکی چلنج دا دی چې څرنګه تر ټولو ډير بهرني سيلانيان ور مات شي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In