یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

افغان کارپوه: په هر اړخيزه توګه د چين د اصلاحاتو ژورتيا به د افغانستان په شمول ګاونډيو هېوادونو ته لازیات همکاریز فرصتونه راوړي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

جولای 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېیمه عمومي غونډه د جولای له پنځلسمې تر اتلسمې نېټې پورې تر سره شوه. او ګډونوالو په هر  اړخيزه توګه د اصلاحاتو د ژورتيا او چيني شکله عصري کېدو په شمول د ډېرو موضوعاتو په باب بحث وکړ. دغې غونډې نه يوازې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره نوې نقشه ټاکلې بلکې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره به فرصتونه هم برابر کړي. په دې اړه د چين د سي جي ټي اېن پښتو څانګې خبریالې د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت له چارواکي او د هايدروکاربنو حقوقي چارو کارپوه ميلاد همدرد سره مرکه وکړه. هغه دغه غونډه ډېره مهمه بللې او په دې اند دی  چې د يادې غونډې په تر سره کېدو سره به د چین اصلاحات لا ژور شي او ګاونډي هېوادونه به خامخا ور څخه تاثير او برخمن شي او د افغانستان په شمول له ډېرو هېوادونو سره دوه اړخیزې همکارۍ ته به هم فرصتونه برابر کړي.

څه موده دمخه ښاغلي میلاد همدرد د بلنې په اثر د چين د سوداګرۍ وزارت په کوربتوب د کانونو او پټروليم په تړاو کورس کې د ګډون لپاره چين ته راغلی او له چين څخه يې ښې خاطرې درلودلې دي. هغه وویل چې په لومړي ځل مې چين ته سفر وکړ او د سفر په موده کې مې د چين هېواد له ځينو ښارونو او شرکتونو څخه ليدنې وکړې. زه د چين پر پرمختګ ډېر حيران شوم. زما په اند د يوه هېواد د اقتصادي او ټولنیزې پرمختيا لوی لامل د دې هېواد د ښې حکومتولۍ او د دوی له حکومت څخه پر ولس ملاتړ پسې تړاو لري. د چين اوسنی پرمختګ د چينايي مشرتابه د تدبیر  او پر سم لوري د مناسبې تګلارې د پلي کولو څرګندويي کوي. نو چين د قوي مشرانو  په شتون سره ډېرې لاسته راوړنې درلودلې، د بېلګې په توګه  له اړوندو چينایي تصديو څخه د ليدنو پر مهال مو د کانونو د استخراج او د نفتو د وېلې کولو په برخه کې پرمختللي او مخکښ تخنیکونه ليدلي دي. په عين وخت کې مختلفو سيمو  ته د سفر په موده کې مو د ځايي اوسېدونکو نېکمرغه ژوند او هوسا فضا هم احساس کړې ده. نو د امن چاپېریال او د  خلکو د نېکمرغه ژوند تر شا د چا هڅې وې؟ دا بې له شکه چې ځواب یې د چينايي حکومت هڅې او زیار دي. البته همدغې هڅې  باید د سمې تګلارې پر بنسټ وي.

د ده په اند په تېرو څو لسیزو کلونو کې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په مټ ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او په دې سره یې هم پر نورو هېوادونو اغېزه کړې ده. هغه وویل، لومړی چین د دې تګلارې په غوره کولو سره د نړیوال اقتصاد د یو ځای کېدو بهیر پرمخ بېولی او د ګردې نړۍ اقتصادي پرمختګ یې ګړندی کړی دی. د دې ترڅنګ د چين او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تګ راتګ او همکارۍ هم لا پیاوړې شوي په تېره بيا د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې تر شاملېدو وروسته د چين بهرنۍ سوداګرۍ چټکتیا موندلې او له نورو هېوادونو سره سوداګریز ارزښت یې په ۲۰۱۰م کال کې څه باندې ۲۰۰۰۰میلياردو يوانو ته رسېدلی چې په دې سره چین په همدې کال کې په نړۍ کې دوهم اقتصاد وګرځېد. نو نړیواله سمسورتيا د چین هڅو او زیار ته اړتیا لري، په عين وخت کې چين هم د عصري کېدو په بهير کې نورو هېوادونو ته ډېر فرصتونه برابر کړي دي. د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلي کولو راهیسې د چین هېواد له خوا راجلب شوې بهرنۍ پانګې هر کال له شاوخوا يو میلياردو امريکايي ډالرو څخه په ۲۰۱۸م کال کې ۱۳۴ میلیارده ۹۰۰ میليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلې دي. له دې څخه ښکاري چې ډېرې بهرنۍ تصدۍ او شرکتونه د چين له پرمختګ څخه برخمن شوي او ځاني پرمختيایي فرصتونه يې تر لاسه کړي دي. زما په اند د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې تر درېيمې عمومي غونډې وروسته به د چين او نورو هېوادونو ترمنځ همدغه همکارۍ خامخا لا پياوړې شي.

 ښاغلي ميلادي همدرد هم باور وښود چې د يادې غونډې په تر سره کېدو سره به چین خامخا په هر اړخیزه توګه اصلاحات لا ژور او اغېزناک کړي چې له امله به یې د چین او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ او سوداګرۍ ته لازياتې ګټې راوړي. هغه وویل چې په وروستيو کلونو کې د چين په پرمختګ سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ ډېر شوی دی. اوس چين د نړۍ په پرمختللې او عصري ټېکنالوژۍ سمبال هېواد دی. په هر اړخیزه توګه د چین د اصلاحاتو ژورتيا په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په استخراجي سکتور کې د ښو او مثبتو همکاريو لامل کېدای شي. نو موږ دغه حالت ته په تمه يو.

Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In