یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د بيجينګ اعلاميه له پراخ نړيوال هرکلي سره مخ شوې ده

جولای 25, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين په منځګړيتوب د فلسطين د حماس، فتح او نورو ډلو مشرانو په بيجينګ کې يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه او هوکړه یې وکړه چې د کلونو اوږدې بې اتفاقۍ ته به د پای ټکی ږدي او د ملي يووالي حکومت به جوړوي.

دغه اعلاميه په پراخه کچه ستايل شوې ده. د اعلاميې د لاسليکولو پر مهال فلسطيني ډلو او نړيوالې ټولنې د وينې بهېدنې په درولو او په منځني ختيځ کې د سولې په ټينګولو کې د اعلاميې اهميت د پام وړ وباله او چين ته یې د نړيوال منځګړي خطاب وکړ.

د حماس وياند حسام بدران په ټلېګرام ويلي چې د بيجينګ اعلاميه د فلسطين د يووالي د ټينګښت لپاره يو اضافي مثبت ګام و. هغه په ټينګار سره ويلي چې د لاسليک شوې اعلامیې تر ټولو مهمه برخه دا ده چې ټولو لورو په فلسطين کې د ملي اجماع د حکومت پر رامنځته کولو پکې هوکړه کړې ده.

د هغو ۱۴ فلسطيني ډلو له منځه چې د بيجينګ اعلاميه یې لاسليک کړې يوه هم د فلسطين د ملي ابتکار ډله ده. د دې ډلې عمومي منشي مصطفی بارغوتي له الجزيرې سره په يوه مرکه کې ويلي چې د بيجينګ اعلاميه د هغو ټولو اعلاميو په پرتله ډيره وړاندې تللې چې په وروستيو کلونو کې لاسليک شوې دي. بارغوټي باور څرګند کړی چې په فلسطين کې د ملي يووالي حکومت رامنځته کېدل له دې کبله مهم دي چې دا چاره د فلسطيني ګټو پر ضد د اسرائيلو له لوري د همکاريو د چوکاټونو د رامنځته کېدو مخه نيسي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفن ډوجاريک ويلي چې د بيجينګ اعلاميه د فلسطين د لا ډير وحدت لپاره مثبت ګام دی. هغه زياته کړې چې د سولې او امنيت او د يوه خپلواک، مترقي، حاکم او ډيموکراټيک دولت لرلو ته د فلسطين د خلکو د هيلې د پوره کېدو لپاره د فلسطيني ډلو تر منځ وحدت او يووالی اړين دی.

د ايران او سعودي عربستان تر منځ د مناقشې له هواري بيا په منځني ختيځ کې د پخلاينې تر څپې او دغه راز د سه شنبې په ورځ د بيجينګ د اعلاميې تر لاسليکېدو پورې، چين د يوه نړيوال منځګړي په توګه خپله وړتيا او د نړيوالې سولې او ثبات لپاره خپله اراده ثابته کړې ده، دا چارې د نړيوالې ټولنې له لوري هم منل شوې دي.

بارغوتي د چهارشنبې پر ورځ سي جي ټي اين ته وويل: «موږ د چين د موقف او ملاتړ ستاينه کوو. د چين له مرستې پرته به فلسطيني غاړو ته سخته وه چې شويو هوکړو ته ورسيږي. موږ د چين د رول ستاينه او مننه کوو».

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په استازيتوب سټيفن ډوجاريک د چين او ټولو هغو هېوادونو هڅې ستايلې دي چې د بيجينګ د اعلاميې په لاسليکېدو کې یې هڅې کړي دي.

د کولمبيا پوهنتون د پايدارې پراختيا د مرکز مشر جيفري ساش په څرګنده چين نړيوال منځګړی بللی دی. هغه له سي جي ټي اين سره په مرکه کې زياته کړې چې چين په منځني ختيځ کې دوې سویې د ښکاريانو له منګولو وژغورلې «لومړۍ د ايران او سعودي پخلاينه، چې متحدو ايالتونو یې هېڅکله د کېدو تصور نه کاوه. دويمه د بيجيګ اعلاميه».

د ساش په خبره چې د فتح او حماس تر منځ پخلاينه او د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو هوکړه خورا مثبته او مهمه ده. دا ښيي چې چين په ډيريدونکي ډول د سولې د ټينګولو وړتيا ترلاسه کوي او هغو مسايلو ته د حل لارې مومي چې په امريکا کې ناشوني او نه کېدونکي بلل کيږي.

سره له دې چې د سيمې او نړۍ ډېر هېوادونه پر وروستيو لاسته راوړنو خوښ دي، ځينې مشخص هېوادونه د بيجينګ د اعلاميې پر لاسليکېدو ډېر خوښ نه ښکاري. متحدو ایالتونو خو په څرګنده د هغه فلسطيني حکومت د جوړيدو مخالفت کړی چې حماس یې برخه وي، آن که اوس فلسطيني غاړې هم سره متحدې شوې او هوکړه یې کړې چې د ملي يووالي او سولې لپاره هڅې وکړي.

د چين د هڅو پر وړاندې مخالفتونه په نشت هم حساب نه دي، ځکه په لويديځو رسنيو کې په وار وار دا هڅې د امريکا د ننګولو او په منځني ختيځ کې د واک د تشې د ډګولو هڅې بلل کيږي. والسټريټ ژورنال په يوه ليکنه کې ويلي چې چين د امريکا ضد قوتونو له همغږي کولو او د امريکايي ډيپلوماسۍ له ننګولو خوند اخلي.

دا ډول غبرګونونه ډير د حيرانتيا وړ نه دي. د منځني ختيځ په هېوادونو کې د امريکا اعتبار ورځ تر بلې کمېږي. ځينو مشخصو لويديځو هېوادونو د دې پر ځای چې دا حقيقت ومني پر چين د نيوکو لوبه پيل کړې ده.

ساش وايي چې اوس نو متحد ايالتونه څنډې ته شوي، ځکه چين وښوده چې لا هم د ډيپلوماسۍ لپاره لاره شته، لا هم د مسايلو د هواري لارې چارې موجودې دي او د پرمختګ چانس شته دی.

د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ يوه څېړونکي تانګ ژيچاو واشنګټن پوسټ ته ويلي چې د منځني ختيځ په تړاو د چين ډيپلوماسي د لويديځ له ډيپلوماسۍ سره توپير لري. هغه زياته کړې چې د نړيوالې ټولنې له لوري د منځګړيتوب د تشې ډکولو ته بېړنۍ اړتيا ده چې په وينا یې د دې تشې يوه برخه د لويديځې نړۍ له لوري د فلسطين د مسئلې د جيوپوليټيکي څنډې ته کولو له کبله رامنځته شوې ده.

مهمه نه ده چې متحد ايالتونه څه وايي، خو د بيجينګ اعلامیې دا ثابته کړه چې چين د نړۍ په ځينو نه هوارېدونکو لانجو کې د باور وړ منځګړيتوب کړی او نړيوالې ټولنې هم منلې چې د چين هڅې د نړيوالې سولې د ټينګښت سبب دي. متحد ايالتونه پر چين د نيوکو پر ځای بايد دا زده کړي چې له دې واقعيت سره څه ډول ژوند کولو ته دوام ورکړي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026

محمود عباس: تمه لرم چې د چین او فلسطین ستراتېژيکه ملګرتیا به نوي او دوامدار پرمختګونه ولري

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In