یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د اسماعيل هنيه مړینه به پر منځني ختيځ څه اغیز ولري؟

اگست 4, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د ايران په پلازمينه تهران کې د يوه بريد په پايله کې د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه وژل کېدو په لوړه کچه نړيوالې اندېښنې را پارولې دي. د هنيه د اغېزناک او حساس رول او په منځني ختيځ کې د غزې د شخړې په پایله کې د رامنځته شوي ماتېدونکي سياسي او امنيتي وضعيت له کبله، ښايي دغه بريد د سيمې پر راتلونکې ژور اغېز پرېباسي.

د هنيه سياسي اهميت له دريو لارو پېژندل کېدای شي. لومړی دا چې هنيه د حماس د اسلامي غورځنګ رهبر و. په وروستيو کلونو کې پر غزې تراړې د اسرائيلو د اوږدمهالي کنټرول له کبله، هنيه او د حماس د سياسي دفتر مشران د اوږدې مودې لپاره په تبعيد کې وو او د ترکیې، سوريې، لبنان، قطر او ايران په ګډون په بهرنيو هېوادونو کې اوسېدل. د هنيه مړينې د حماس ډلې د سلسله مراتبو په لوړو پوړيو کې تشه رامنځته کړه چې له شک پرته به ترې د يادې ډلې د داخلي چوکاټ ثبات اغېزمن شي.

دويم، هنيه د فلسطين قانوني لومړی وزير هم بلل کېدای شي. په ۲۰۰۶ کال کې په فلسطين کې د قانون جوړونې شورا په ټاکنو کې، چې په دغه هېواد کې يوازيني منظم سياسي انتخابات وو، حماس ډلې د ډېرې مودې لپاره په واک کې پاتې شوې فتح ډلې ته ماتې ورکړه او په شورا کې د غالب لوري په توګه را څرګنده شوه.

هنيه، د حماس د کليدي رهبر په توګه لومړی وزير شو او کابينه یې جوړه کړه. د هغه بريا او اقتدار د فتح له لوري وننګول شول او اسرائيلو او لويديځو هېوادونو هم رد کړل. پر دې سربېره، د فلسطين ولسمشر محمود عباس هنيه د لومړي وزير په توګه له دندې ګوښه کړ. دا چې د هغه ځايناستی لومړی وزير په مستقيمه توګه د محمود عباس له لوري وټاکل شو او له هغې راهيسې بيا د فلسطين د قانون جوړوونکې شورا ټاکنې نه دي شوې، نو په شورا کې د حماس ډلې واک د پخوا په څېر پياوړی دی او د هنيه موقف او ځواک هم تر يوه بريده ساتل شوی و.

بالاخره، هنيه د ايران په مشرۍ د (مقاومت محور) د کليدي رهبرانو له ډلې يو و. د مقاومت محور له ايران، سوریې، د يمن له حوثيانو، د لبنان له حزب الله، د عراق له شيعه ملېشو او د فلسطين له حماس ډلې تشکيل شوی دی. دا اتحاد په منځني ختيځ کې تر ټولو مهم سياسي او نظامي ځواک دی چې هنيه پکې د ايران د ملاتړې مهمې فلسطينۍ ډلې استازی و، هغه ډله چې د پياوړي سمبوليک اهميت څښتنه ده.

د بريد په پایله کې د هنيه مړينه مختلف عواقب لرلی شي. که څه هم تائيد شوې نه ده، خو ګڼ شمېر فلسطيني او ايراني رسنۍ اسرائيلو ته د پړې ګوته نيسي. دا چاره ښايي د اسرائيلو او حماس تر منځ د سولې خبرې وځنډوي. حماس او اسرائيل په غزه کې د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره په غير مستقيمو مذاکراتو کې ښکېل وو، خو د حماس د رهبر په مړينې سره، د روانې شخړې د پای ته رسېدو هيلې په ډوبېدو دي.

له بل پلوه د ايران او اسرائيلو تر منځ کشمشکونه هم ښايي ډير شي. پر هنيه بريد د ايران د نوي ولسمشر مسعود پزشکيان تر لوړې يوه ورځ وروسته شوی. پزشکيان د لوړې پر ورځ له حماس پر ملاتړ ټينګار کړی و. پر هنيه بريد له ناچارۍ په ايران کې غوصې را وپارولې، ځکه توندلاري د غچ او د ايران په رهبرۍ د مقاومت محور د پياوړي نظامي ګام د اخيستلو غوښتنه کوي. د ايران او اسرائيلو تر منځ مخامخ شخړه په داسې حال کې پېښېدای شي چې د الجزيرې د راپور له مخې د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي ويلي چې مجرم او ترهګر صهيونيستي رژيم به له سختې سزا سره مخ شي. هغه ويلي چې ايران دا خپله دنده بولي چې د حماس د رهبر د وينې غچ واخلي.

په ټوله کې، د هنيه مړينې په منځني ختيخ کې د بې ثباتۍ نوې څپه پيل کړې او ښکاري چې د سيمه يیزو لوبغاړو تر منځ به کشمکشونه لا پسې پراخ کړي او دا هغه څه دي چې وضعيت له ډير تاوتريخجن کولی شي. پايله دا ده چې نړيواله ټولنه او په منځني ختيځ کې ذينفع لوري بايد وضعيت او پرمختګونه له نږدې وڅاري او د متخاصمو لورو تر منځ

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کرکټ؛ د افغانستان او هند ترمنځ نن د شل‌اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي

سپتمبر 13, 2026

افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

سپتمبر 13, 2026

بامیان؛ په تېرو ۵ کلونو کې د تاریخي ابدو د ساتنې ۱۲ پروژې پلې شوې

سپتمبر 13, 2026

شمال کې؛ د ډبرو سکرو ورځنی استخراج نږدې زرو ټنو ته لوړ شوی

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In